د لبنان-اسرايیلي برید/ژغورنه
ایډي: 8395947
نېټه: د سپټمبر 21، 2024
ځای: لبنان
موده: ۵۱ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-09-2024 05:34
وروستی سمون: 21-09-2024 08:17
بیروت، لبنان – د سپتمبر 21، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په لبنان کې ژغورونکې ډلې د دغه هېواد د پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډه کې وروسته له هغه چې د جمعې په ورځ د اسراییلو په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول، د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې کړې دي.
د لبنان د روغتیا وزیر د شنبې په ورځ وویل چې په دې برید کې ۶۸ نور کسان ټپیان شوي دي چې په ۳۱ نورو قربانیانو کې درې ماشومان، اووه ښځې او درې سوریایان هم شامل دي.
په ورته وخت کې د اسراییلو دفاعي ځواکونو ویلي، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د حزب الله د جهادي شورا غړی ابراهیم عقیل له نورو لوړ پوړو قوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې چې د جمعې په ورځ خپور شو، د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي وویل، دغه برید یو ځل بیا ثابتوي چې اسراییل هېڅ ډول انساني، قانوني او اخلاقي ملحوظاتو ته ارزښت نه ورکوي.
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، حزب الله د جمعې په ورځ د اسرایيلو د هوايي بريد په ځواب کې له ۳۰ څخه زياتو ځايونو او د اسرایيلو په شمال کې د استخباراتو پر يوې مهمې اډې څه باندې ۱۰۰ راکټونه وتوغول.
ګارډین ورځپاڼې د جمعې په ورځ وویل چې د سه شنبې او چهارشنبه په پیل کې لبنان د مخابراتي وسیلو د چاودنو دوه څپې تجربه کړې چې په پایله کې یې لږترلږه ۴۲ تنه مړه شوي دي. حزب الله د چاودنو پړه پر اسراییلو اچولې ده، خو اسراییلو د دې تور په اړه څه تر اوسه څه نه دي ویلي.