د افریقا نندارتون /چین
ایډي: 8395792
نېټه: د سپتمبر 18، 2024
ځای: جنوبي افریقا
موده: یوه دقیقه او دوه ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-20 08:40
وروستی سمون: 2024-09-20 08:42
پریټوریا، سویلي افریقا – د سپتمبر 18، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين مخکښ دفاعي تجهيزات چې په جنوبي افريقا کې د ۲۰۲۴ کال د افريقا د فضايي او دفاعي نندارتون (AAD) په مرکز کې نندارې ته وړاندې شوي د زياتو هېوادونو د پلاويو پام يې ځان ته اړولی دی.
د روان ۲۰۲۴ کال د افریقا تر ټولو لوی فضايي او دفاعي نندارتون د چهارشنبې په ورځ د سویلي افریقا پلازمېنې پریټوریا ته نږدې د هوایي ځواک په اډه کې پیل شو.
په دغه نندارتون کې چينايي شرکتونو خپل غوره توليدات لکه زغروال بريدونه، د اور وژنې ځواک، د هوايي دفاع، د توغنديو ضد سيسټم، د ځیرکتیا مهمات او بې پيلوټه ټېکنالوژیک سيستمونه د موډلونو او ملټي ميډيا له لارې نندارې ته وړاندې کړل.
د فضايي نندارتون په لومړۍ ورځ د جنوبي افريقا د دفاع وزيرې انګي موتشيکا د چين د دفاعي شرکتونو د نندارتون له ساحې څخه هم ليدنه وکړه.
د یاد نندارتون پر مهال د جنوبي افريقا د دفاع وزيرې انګي موتشيکا وویل، چې دا ډېره په زړه پورې ده چې نړۍ ته وښیو چې جګړه او دفاع خورا تخنیکي او ساینسي شوي دي. نو له همدې امله تاسو باید ژر تر ژره په ساینس او ټېکنالوژۍ کې پرمختګ وکړئ.
د ویلو وړ ده چې په افریقا کې دغه نندارتون په هرو دوو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي. سږنی نندارتون به د عامو خلکو د نندارې لپاره نن شنبه پرانیستل شي.