لبنان-پېجر چاودنې/رپورټر
ایډي: 8395399
نېټه: د سپتمبر 17، 2024
ځای: لبنان
موده: ۴۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-17 14:10
وروستی سمون: 2024-09-17 15:4
بیروت، لبنان – 2024 (CGTN)
بشپړ خبر
د چین مېډیا ګروپ (CMG) خبریال سي ژیاونګ په وینا، د سې شنبې په ورځ د لبنان پلازمېنې بیروت په شمول د دغه هېواد په سوېل ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د پېجرونو چاودنو له کبله انټرنیټي خدمات ځنډیدلي دي.
سي ژیاونګ په پلازمېنه بیروت کې د شويو پېښو په اړه وویل، زه د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د یوه لوی روغتون په دروازه کې یم. نن ماسپښین شاوخوا دری نیمې بجې په جنوبي ښارګوټي کې څو چاودنې وشوې. زما لبناني همکار چې سیمې ته نږدې ژوند کوي، ویلي د انټرنیټ اتصال راپورونه تاییدوي چې ډېری لاسي پېچرونه په یادو چاودنو کې شامل و چې له کبله یې په سیمه کې ټولې انټرنیټې چارې بندې شوې دي.
د لبنان د روغتیا وزیر فیراس ابیاد ویلي، چې د چاودنو له امله لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۸۰۰ نور ټپیان شوي چې د نږدې ۲۰۰ ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
له دې سره هممهاله حزب الله په یوه بیان کې وویل، چې دوی د دې چاودنو د لاملونو د پېژندلو لپاره امنیتي او ساینسي تحقیقات کوي، او په وینا یې چې دا ډله د لبنان او خلکو د دفاع لپاره په لوړه کچه چمتووالی لري.
په ورته مهال بیا په یو بل جلا بیان کې، شیعه ډلې د دې جنایي برید لپاره اسراییل تورن کړي، او د غچ اخیستنې ژمنه یې کړې.
د لبنان د وزیرانو شورا تاکید وکړ چې حکومت له خونړیو چاودنو لږ وروسته له اړوندو هېوادونو او ملګرو ملتونو سره تماسونه پیل کړي چې عاملین یې باید حساب ورکړي.
د راپورونو له مخې اسراییلو تر اوسه د چاودنو په اړه څه نه دي ویلي خو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یوف ګالنټ د سې شنبې په ورځ په تل ابیب کې د هاکریا په نظامي اډه کې د چاودنو د اغېزو په اړه د امنیت ارزونې په اړه یوه غونډه جوړه کړې ده.