دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

تهران: له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته چمتو یو

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 17, 2024
3 0
0
تهران: له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته چمتو یو
5
SHARES
18
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8395245.webm

د ایران ولسمشر/چین

ای‌ډي: 8395245

نېټه: د سپتمبر 16، 2024

ځای: ایران

موده: یوه دقیقه او نهه ویشت ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-16 19:53

وروستی سمون: 2024-09-16 19:57

تهران، ایران – د جولای 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه تهران کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، ایران چمتو دی چې له چین سره د قوي اړیکو او همکاریو زیاتولو ته دوام ورکړي.

نوموړي دا څرګندونې د جولای میاشتې په وروستیو کې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي خبري کنفرانس کې وکړې.

د یادونې وړ ده چې ایران په تېر ۲۰۲۳ کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړی شو او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ  میاشتې  په لومړۍ نېټه یې د برېکس هېواونو په ډله کې بشپړ غړیتوب هم ترلاسه کړ.

کله چې د چين او ايران د اړيکو په اړه  له نوموړي وپوښتل شول، چې د دواړو لوریو اړيکو ته په کومه سترګه ګوري، پزشکیان د ايران او سعودي عربستان د پخلاينې په برخه کې د چين د رول ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې له چين سره ژورې دوه اړخيزې همکارۍ ته لا سترګې په لار دي.

ښاغلي پزشکیان د خپلو خبرو پر دوام سره زیاته کړه، ایران تل له چین سره ښې اړیکې ساتلې دي. د ایران او سعودي ترمنځ د شخړو د حل لپاره د چین منځګړیتوب د سیمه ییزې سولې لپاره یو مهم ګام دی. ایران د چین یو هراړخیز ستراتیژیک ملګری دی. موږ به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او اړوندو تړونونو د پلي کولو لپاره  ګډ کار کولو ته دوام ورکړو.

نوموړي په تهران کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه په وژلو سره اسراییل په دې تورن کړ چې هڅه کوي ایران د منځني ختیځ په شخړو کې ښکېل کړي او سیمه ییزه سوله زیانمنه کړي. هغه ټینګار وکړ چې ایران له زغمه کار اخیستی، خو د اړتیا په صورت کې له ځانه د دفاع حق لري.

د ایران ولسمشر دغه راز د اسراییلو له خوا د فلسطینیانو په خلاف د جنګي جنایتونو او نسل وژنې په غندلو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه جنایتونه وغندي او هم یې ودروي.

پزشکیان له امریکا سره د اړیکو په اړه وویل چې ایران د جګړې پر ځای سوله غواړي، او د اټومي وسلو د پراختیا کوم پلان نلري. نوموړي وویل له هغه چې متحده ایالاتو د ۲۰۱۵کال اټومي تړون (JCPOA) څخه وتلی د ایران په وړاندې یې هر اړخیز بندیزونه وضع کړي.

نوموړي دغه راز وویل، د امریکا او ایران ښې اړیکې په دې پورې اړه لري چې ایا امریکا له ایران سره دښمني ختموي او بندیزونه لرې کوي.

پزشکیان د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې متحد شي، اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او د اسراییلو له خوا د ترسره شویو جنایتونو مخه ونیسي. هغه وويل، ایران چمتو دی چې د څو اړخیزیزم په چوکاټ کې د چین په څېر له دوستو هېوادونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي څو بریالۍ پایلې ترلاسه کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی
وروستی خبرونه

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026
هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري
وروستی خبرونه

هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

مارچ 9, 2026
مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي
وروستی خبرونه

مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved