د فرانسې – د نړۍ د مهارتونو سیالۍ/مډالونه
ایډي: 8395208
نېټه: د سپټمبر 15، 2024
ځای: فرانسه
موده: یوه دقیقه او پنځلس ثانیې
سرچینه:(CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-16 04:25
وروستی سمون: 2024-09-16 04:29
لیون، فرانسه – د سپتمبر 15، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
د فرانسې په ليون ښار کې د مهارتونو په ٤٧مې نړيوالې سيالۍ کې چينايي سيالانو د سرو زرو له ٥٩ مډالونو څخه د ٣٦ مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د یکشنبې په شپه پای ته ورسېده.
چينايي لوبډلې د سرو زرو د ۳۶ مډالونو تر څنګ د سپينو زرو نهه مډالونه، د برونزو څلور مډالونه او د غوره والي اته مډالونه وګټل. دوی دغه راز د کمپیوټر کنترول برخه کې خپله پنځمه پرله پسې بریا او د بریکلینګ او فیشن ټېکنالوژۍ کې څلورمه پرله پسې اتلولي هم ترلاسه کړه.
د صنعت په ۴.۰ سيالۍ کې دوو چينايي ګډون کوونکو په ټوليزه توګه د لوړې نمرې په ترلاسه کولو سره د البرټ ويدال ج معتبره جايزه هم وګټله.
د چینایي پلاوي مرستیال وو لیډوو یې په اړه وویل، موږ له۵۹څخه ۳۶ د سرو زرو مډالونه وګټل سږ کال موږ ډېری بریاوې ترلاسه کړې او د تولید، انجینرۍ، ساختماني او ودانیزې ټېکنالوژۍ په برخه کې مو لوړ مقام ساتلی دی. موږ د معلوماتي ټېکنالوژۍ او شخصي خدماتو په برخه کې هم پرمختګ کړی، چې دا لاسته راوړنې خورا ښې وې.
د پای په مراسمو کې د نړۍ د مهارتونو بيرغ په رسمي توګه له ليون څخه د چين د شانګهای ښار ته ولېږدول شو چې د دغه سيالۍ د ۴۸مې دورې کوربه توب کوي.
سږنۍ سیالۍ چې د سپټمبر میاشتې له ۱۰ مې نېټې څخه تر ۱۵ نېټې ترسره شوې، د نږدې ۷۰ هېوادونو او سیمو څخه څه باندې ۱۴۰۰ ماهرینو د ۵۹ مهارتونو په کټګوریو کې برخه اخیستې وه . چې شاوخوا اته شپېته چینایي سیالانو د مهارتونو په ټولو برخو کې ګډون وکړی شوی.