د یمن/اسراییل توغندیز برید
ای ډي: 8395101
نېټه: د سپټمبر 15، 2024
ځای: یمن اسراییل
موده: یوه دقیقه او لس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-15 16:40
وروستی سمون: 2024-09-15 20:34
مرکزي – اسراییل د سپتمبر 15، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
د یمن حوثي ډلې د یکشنبې په ورځ د المسیر ټلویزیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په اسراییلو توغندیز برید دوی کړی دی.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو په همدې ورځ خبر ورکړ چې د یکشنبې په ورځ سهار وختي له یمن څخه حوثي یاغیانو د اسراییلو پر مرکزي سیمو توغندی توغولی دی چې د یاد توغندیز برید وروسته د اسراییلو د ژغورنې ادارو تایید کړه چې نهه کسان د خوندیتوب په هڅه کې ټپیان شوي هم دي.
له دې سره هممهاله د حوثي یاغیانو ویاند یحیی سیریا په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، حوثي یاغیانو د اسراییلو په خاوره کې د ژورو بریدونو لپاره یو نوی ډول هایپرسونیک نومی توغندی کارولی دی.
نوموړي دغه راز ویلي، دغه عملیات د یوه نوي هایپرسونیک بالستیک توغندي په مرسته ترسره شول چې د الله تعالی په مرسته په بریالیتوب سره خپل هدف ته ورسېدل او د دښمن دفاعي سیستم یې په شنډولو او یا مقابله کې پاتې راغی، د ده په خبره دغه توغندی په ۱۱ نیمو دقیقو کې کابو ۲۰۴۰ کیلومتره واټن وواهه.
سیریا د فلسطین د خلکو لپاره د حوثیانو ملاتړ یو ځل بیا تایید کړ، او خبرداری یې ورکړ چې اسراییل به د پرله پسې او متنوع بریدونو سره مخ شي. هغه زیاته کړه چې د میزایلو برید د جولای میاشتې په ۲۰ مه نېټه د یمن په بندري ښار حدیده باندې د اسراییلو د لویې کچې د هوايي برید د غچ په پار شوی دی.
په همدې ورځ د اسرایيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو اعلان وکړ چې اسرایيل به د دغه بريد په ځواب کې سخت غچ واخلي.