د چین لوړپوړی سیاسي مشاور/قرغېزستان
ایډي: 8394825
نېټه: د سپتمبر 13، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-13 05:16
وروستی سمون: 2024-09-13 09:35
چین بېجینګ، – د سپتمبر 13، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين لوړپوړی سياسي سلاکار وانګ هونګ د جمعې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې د قرغېزستان د پارلمان له مشر نورلانبک شکيف سره وکتل.
د یادې کتنې پر مهال وانګ هونګ د قرغېزستان د پارلمان له مشر ښاغلي نورلانبک شکيف سره په خبرو کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې چين او قرغېزستان د نوي عصر لپاره هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ او اړيکې ټينګې کړې دي. ده وویل چين او قرغېزستان په ګډه کار کوي، څو د ښه ګاونډیتوب اړیکو او ګډې سوکالۍ پر بنسټ همکارۍ پیاوړی راتلونکی رامنځته کړي.
نوموړي دغه راز وويل، چين چمتو دی چې له قرغېزستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا شوي تړونونه عملي کړي او خپلمنځي اړيکې لا نورې هم پیاوړې کړي. هغه زياته کړه چین له قرغېزستان سره د همکارۍ زياتولو ته لېواله دی چې د متقابلو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر بنسټ د ګډې راتلونکې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.
له دې سره هممهاله د قرغېزستان د پارلمان مشر نورلانبک شکيف چين ته په بېلابېلو ساحو کې د پرمختګ مبارکي وويله او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر وړاندې هېڅ سياسي مسئلې او خنډونه نشته.
هغه زياته کړه، د قرغېزستان پارلمان چمتو دی چې د چین سره په ګډه کار وکړي او د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا کې پراخه ونډه واخلي.