د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/د کوریا ټاپو وزمه
ایډي: 8394800
نېټه: د سپتمبر 13، 2024
ځای: چین
موده: ۳۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-13 02:03
وروستی سمون: 2024-09-13 03:58
بېجینګ – د سپتمبر 13، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جمعې په ورځ د یوه خبري کنفراس پر مهال ویلي، چې چين له سياسي لارې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې د حل ملاتړ کوي او چمتو دی چې له دې بهير سره مرسته وکړي.
ماو دا څرګندونې د جمعې په ورځ د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت (DPRK) د یورانیمو د غني کولو د تاسیساتو د عکسونو له خپرېدو وروسته د دغه هېواد د خپلې اټومي وسلې د لا پراخولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
ماو وويل، د کوريا ټاپووزمې مسئلې په اړه د چين دريځ پر ځای پاتې دی، موږ تل په دې باور يو چې په سيمه کې د سولې او ثبات ټينګښت او د سياسي جوړجاړي ټينګول د ټولو خواوو ګډې ګټې دي. چين به په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.