د غزې تړانګه – د پولیو واکسین / پرمختګ
ای ډي: 8394562
نیټه: د سپټمبر 1/5/د اګست 31، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: یوه دقیقه او یو دیرش ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-12 15:25
وروستی سمون: 2024-09-12 15:29
د غزې تړانګه المواسي، – د سپتمبر 5، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په نژدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې UNRWA ویلي، چې تر اوسه پورې په جګړه ځپلې غزه کې څه باندې ۵۳۰ زره ماشومان ته د پولیو ضد واکسین پلي شوي دي.
یادې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د غزې تړانګې په شمالي سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د سپټمبر د پیل راهیسې، دوام لري.
د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ نږدې یوې کلنې جګړې یو جدي بشري ناورین رامنځته کړی دی.
د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۲مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د پولیو د لومړۍ پیښې خبر ورکړ. چې له هغې څو ورځې وروسته یاد سازمان په دغه سیمه کې د پولیو واکسین کمپاین په دریو پړاوونو کې پیل کړ، چې هر پړاو یې د غزې په مرکزي جنوبي او شمالي برخو کې له دریو څخه تر څلورو ورځو پورې دوام وکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان په پام کې لري چې دغه واکسین په غزه کې نږدې ۶۴۰۰۰۰ زرو ماشومانو ته چې عمرونه یې له لس کلونو څخه کم وي، تطبیق کړي.
پوليو يوه جدي ناروغي ده د ويروس له امله رامنځته کېږي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان ژر اغېزمنوي. دغه ویروس کولی شي د فلج یا حتی د مرګ لامل هم شي. څرنګه چې د پوليو درملنه نشته، نو واکسين کول يې د مخنيوي لپاره تر ټولو ښه او ارزانه لاره بلل شوې ده.