د سعودي عربستان – AI غونډه
ایډي: 8394474
نېټه: د سپټمبر 10، 2024
ځای: سعودي عربستان
موده: ۴۱ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-11 01:52
وروستی سمون: 2024-09-11 03:21
سعودي عربستان ریاض، – د سپتمبر 10، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژي درېیمه نړیواله غونډه (GAIN) د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پیل شوه چې موضوع یې د انسانانو د ودې لپاره د مصنوعي ځيرکتیا ټېکنالوژۍ څخه ګټه پورته کول ښودل شوي دي.
دغه درې ورځنۍ غونډه په اتو کلیدي موضوعاتو متمرکزه وه، لکه د حکومتونو د AI کارولو څرنګوالی، د تولیدي AI وده، په AI کې د اخلاقو او حکومتدارۍ اهمیت، د هارډویر نوښت، او څنګه په صنعتونو او ښارونو کې دا ټېکنالوژي کارول کېږي.
د سعودي عربستان د معلوماتو او مصنوعي ځیرکتیا ادارې (SDAIA) راپور ورکړی چې د ۱۰۰ هېوادونو او سیمو څخه د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ څه باندې ۴۵۰ کارپوهانو، پالیسي جوړوونکو، او متشبثینو په دغه سرمشریزه کې په خبرو اترو، مرکو، او بحثونو کې برخه اخیستې وه.
د یادونې وړه ده، چې سعودي عربستان حکومت دغه ټېکنالوژي د خپل اقتصادي لېږد مرکزي برخه ګرځولې ده. چې ۲۰۲۰ کال راهیسې دا سرمشریزه درې ځله ترسره شوې هم ده.