د ملګرو ملتونو امنیت شورا/د اوکراین کړکېچ/چین
ایډي: 8394394
نېټه: د سپتمبر 10، 2024 / فایل
ځای: متحده ایالات
موده: یوه دقیقه او یو دېرش ثانیې
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-11 13:48
وروستی سمون: 2024-09-11 14:59
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه معلومه نه ده، د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د سې شنبې په ورځ د اوکراين د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ویلي، نړيواله ټولنه بايد د اوکراین د کړکېچ د ترینګلتیا او پراختیا مخه ونیسي، څو ژر تر ژره دغه وضعيت ارام شي.
ښاغلي ګنګ شوانګ په دې غونډه کې یې یادونه وکړه، چې لومړيتوب يې د جګړې د ډګر د نه پراخېدو، د جګړې د نه غځېدو او د اور په لمبو کې د ښکېلو خواوو له خوا د دريو اساسي اصولو په پلي کولو سره د تاوتريخوالي کمول دي.
ښاغلي ګنګ دغه راز ویلي، چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده چې له امله یې د بشري ناورین پراخېدو خطرونه زیات شوي دي. دغه راز اوږدمهالې جګړې د دواړو خواوو ملکي وګړو ته سخت زیانونه هم اړولي دي.
هغه د جګړې پر ښکېلو خواو غږ وکړ، چې ارام واوسي، د نړيوالو قوانينو په ځانګړې توګه د جګړې قوانين مراعات کړي، پر ملکي وګړو او ملکي تاسيساتو لکه د برېښنا تولیدوونکو اټومي ځایونو باندې له بريدونو ډډه وکړي.
هغه پر دې هم ټينګار وکړ چې د مسئلې په اړه د بېجینګ دريځ ډېر څرګند او ثابت دی چې د سولې خبرو اترو ته وده ورکول او د سياسي حل په لټه کې دي. ټولې هغه هڅې چې د کړکېچ د سوله ییز حل لپاره ګټورې دي باید ملاتړ یې وشي.
هغه وویل، که جګړه همداسې روانه وي، زیانونه به یې لا زیات شي او نړیواله او سیمه ییزه بې ثباتي به نوره هم خرابه کړي. هغه زیاته کړه چې سملاسي اوربند او سیاسي حل لارې د ټولو اړخونو په ګټه دي. حتی که وضعیت پېچلی هم وي، موږ باید د سولې لپاره «هیله» له لاسه ورنه کړو. نړیواله ټولنه باید یو هدفمند او عادلانه دریځ وساتي، یو مثبت او رغنده غږ پورته کړي او د ژر تر ژره اوربند او د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړي.