چین–ناروې/کلیزه/استقبال
ای ډي: 8394235
نیټه: د سپتمبر 9، 2024
ځای: چین؛
موده: ۴۵ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-09 11:04
وروستی سمون: 2024-09-09 11:08
بیجینګ، چین – د سپتمبر 9، 2024 (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د لومړي وزیر مرستيال ژانګ ګو چينګ د ناروې د لومړي وزیر يونس ګهر سټور سره د دوشنبې په ورځ په ګډه د چين او ناروې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ٧٠ مې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلی ژانګ چې په ورته مهال د چين د کمونېست ګوند یو لوړپوړی غړی هم دی، د یادو مراسمو پر مهال ویلي، له اويا کلنو ډيپلوماتيکو اړيکو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي په پرله پسې توګه ژوره شوې او عملي همکارۍ ګټورې بريالۍ پايلې تر لاسه کړې دي.
ژانګ زیاته کړې، چين چمتو دی چې له ناروې سره خپلمنځي باور ټينګ کړي او خپلې نژدې اړيکې وساتي. نوموړي دغه راز ویلي، دواړه لوري لېواله دي چې د زرغون پرمختګ په برخه کې د همکارۍ پراخوالی او همداشان د راتلونکو ۷۰ کلونو لپاره خپلو قوي اړیکو دوام ته وده ورکړي.
په ورته مهال د ناروې لومړي وزیر یونس ګهر سټور وویل، ناروې په تېرو ۷۰ کلونو کې له چين سره د اړيکو له پرمختګ څخه خوښ دی. هغه زياته کړه، چې ناروې غواړي له چين سره د زرغون بدلون په پروژو کې له نژدې کار وکړي څو د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري لا پياوړې شي.