د چین د بهرنیو چارو وزیر /امریکا د اقلیم استازی
ایډي: 8393811
نېټه: د سپتمبر 6، 2024
ځای: چین
موده: ۴۰ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-06 07:42
وروستی سمون: 2024-09-06 09:24
چین بېجینګ، – د سپتمبر 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جمعې په ورځ په بېجينګ کې د امريکا د اقليمي بدلونونو د تګلارې په چارو کې د امريکا د ولسمشر لوړپوړي سلاکار جان پوديستا سره وکتل او د زرغون پرمختګ په اړه يې د چين پر ژمنې يو ځل بيا ټينګار وکړ، نوموړي دغه راز له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره د ګډو هڅو غوښتنه هم وکړه.
نوموړي ویلي،چې هېواد یې د اقليمي بدلون په اړه د سمدستي او اوږد مهاله ننګونو سره مخامخ دی.
هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ چې چين به د زرغون، کم کاربن او دوامداره پرمختګ لارې چارې پرمخ بوځي او ټاکل شوې موخې به تر لاسه کړي.
وانګ يي د خپلو خبرو پر دوام سره زیاته کړه، چې د اقليمي بدلون په اړه خبرې اترې د امريکا او چين د اړيکو او د تېرې نومبر میاشتې په اوږدو کې په سان فرانسېسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د شوې موافقې د عملي کولو لپاره مهمې دي. نوموړي پر امريکا غږ وکړ چې خپلې تګلارې ثابتې وساتي او له چين سره په ګډه د نړيوالو مسايلو د حل لپاره کار وکړي.
د یادې لیدنې پر مهال د امريکا د نړيوالې اقليمي تګلارې په چارو کې د امريکا د ولسمشر لوړپوړي سلاکار جان پوديستا وویل، چې امريکا چمتو ده چې د اقليمي بدلون په اړه د همکارۍ د پياوړتيا لپاره له چين سره د اړيکو د ښه کولو او له دغه هېواد سره په ګډه کار وکړي.