چین- د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم
ایډي: 8393412
نېټه: د سپتمبر 5، 2024
ځای: بېجینګ
موده: ۳۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-04 19:16
وروستی سمون: 2024-09-04 19:24
چین بېجینګ، – د سپتمبر 5، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د ۲۰۲۴ کال د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د فورم سرمشريزه غونډه د نن پنجشنبې په سهار په بېجينګ کې پيل شوه. ټاکل شوې چې د چين ولسمشر شي جين پينګ به د پرانيستونکو مراسمو په ترڅ کې يوه مهمه وينا وکړي.
د دغې درې ورځنۍ غونډې عنوان د عصري کولو د پرمختګ لپاره د لاسونو سره يوځاى کول او د ګډ راتلونکي لپاره د چين او افريقا د لوړې کچې ټولنې جوړول یاد شوي چې موخه یې د چين او افريقا ترمنځ د دوستۍ پياوړي کول او د راتلونکي همکارۍ په اړه معلومات ورکول دي.
ویل کېږي سږنۍ سرمشريزه غونډه په دې وروستيو کلونو کې د چين له خوا تر ټولو ستره ډيپلوماتيکه غونډه وي. چې تر پنځوسو زياتو افريقايي مشرانو او د ملګرو ملتونو سرمنشي پکې ګډون کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې له مراسمو وړاندې د چین ولسمشر شي جين پينګ د افريقايي هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له مشرانو سره وکتل او د غونډو په لوی تالار کې يې له هغوی سره ډله ييز عکسونه هم واخيستل.