دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د صنعا لرغوني ښار ودانۍ ځینې برخې د بارانونو له امله نړېدلې

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 5, 2024
5 0
0
د صنعا لرغوني ښار  ودانۍ ځینې برخې د بارانونو له امله نړېدلې
8
SHARES
32
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8393292.webm

یمن – درانه باران / میراثي ودانۍ

ای‌ډي: 8393292

نېټه: وروستی

ځای: یمن

موده: یوه دقیقه او اوه پنځوس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-04 04:12

وروستی سمون: 2024-09-04 04:20

یمن صنعا – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

په یمن کې له یوې میاشتې سختو بارانونو او سېلابونو وروسته د صنعا تاریخي زوړ ښار چې نږدې ۲۵۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی و اوس یې د ځینو برخو د نړېدو له امله اندېښنې زیاتې شوې دي. داسې وېره شته چې که اقدام ونه شي نو دغه لرغونې ځای به نور هم زیانمن شي.

د صنعا دغه لرغونی ښار د نړۍ یو له پخوانیو ښارونو څخه شمېرل کېږي او له ۶۰۰۰ څخه ډېرې تاریخي ودانۍ لري چې ډېری یې اوس هم کارول کېږي.

په ۱۹۸۶ کال کې دا د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان (UNESCO) له لوري د نړیوال میراث ځای په توګه وپېژندل شو، چې د یوه مهم تاریخي مرکز په توګه یې نړیوال حیثیت لا پیاوړی کړ.

دغه ښار چې له کلونو راهیسې د کورنۍ جګړې له امله سخت ځپل شوی، اوس د پرله پسې درنو ورښتونو له یو بل لوی ګواښ سره هم مخ دی. دې بارانونو د اوبو سخت زیانونه او ساختماني بې ثباتۍ رامنځته کړې دي، چې څو زاړه تعمیرونه یې لا له وړاندې ړنګ شوي دي.

د یاد تاریخي ښار ډېری کوڅې د نړېدلو ودانیو له خاورو او کثافاتو ډکې دي.ځايي اوسېدونکو خبرداری ورکړی، چې که په سمدستي توګه د پاکولو چارې ترسره نه شي، ښايي وضعيت نور هم خراب شي.

د یوې نړېدلې ودانۍ مالک صلاح الجلال وايي، دا زما د کورنۍ زوړ کور دی، سل کاله پخوانی دی، زموږ د ګاونډي د کور تر څنګ ړنګ شوی دی، که موږ دا خاورې او خځلې پاکې نه کړو او کورونه ترمیم نه کړو، نو ښايي شاوخوا پنځه نږدې کورونه هم له خطر سره مخامخ شي.

 یمن د ۲۰۱۱ کال د کړکېچ له پیل راهیسې، د تاریخي ځایونو په ساتلو کې د حکومت د پانګونې کچه په بې ساري ډول راټیټه شوې ده. سربېره پردې، د صنعا زوړ ښار د شخړو په جریان کې د بمونو له امله هم سخت زیانمن شوی، چې په ۲۰۱۵کال کې د یونیسکو سازمان له لوري دا د خطر په نړۍ کې د میراث ځای په توګه لیست کړ.

په ورته مهال د دغه ښار چارواکو د ستونزو د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې چې د يادو ځايونو ساتنه له پخوا ستونزمنه وه او وروستيو سختو بارانونو يې ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.

بل خوا د یمن د تاریخي ښارونو د ساتنې د ادارې مرستیال رشاد المقطاري وویل، دا مهال د صنعا په زاړه ښار کې څه باندې دوه زره ودانۍ زیانمنې شوې دي. دا د سختو بارانونو، پخوانۍ جګړې، او د ساتنې د نشتوالي له امله دي. د نوموړي په خبره دغه زوړ ښار له کلونو راهیسې خراب شوی دی او هر کال یې د ترمیمولو هڅه کوو، خو سږ کال سختو بارانونو ډېر زیانونه اړولي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی
وروستی خبرونه

واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

مارچ 9, 2026
بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي
روغتیا

بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

مارچ 9, 2026
هرات؛ سلګونه کورنیو او ۹۷ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي
اقتصاد او سوداګري

هرات؛ سلګونه کورنیو او ۹۷ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved