سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د کانګو ولسمشر د FOCAC فورم کې د ګډون په موخه بېجینګ ته ورسېد

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 3, 2024
3 0
0
د کانګو ولسمشر د FOCAC فورم کې د ګډون په موخه بېجینګ ته ورسېد
4
SHARES
17
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8392958.webm

د چین- کانګو جمهوریت/ ولسمشر/ راتګ

ای‌ډي: 8392958

نېټه: د سپتمبر 2، 2024

ځای: چین

موده: ۱۳ ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-02 07:41

وروستی سمون: 2024-09-02 08:17

چین بیجینګ، – د سپتمبر 2، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د کانګو د جمهوریت ولسمشر ډینیس ساسو نګیسو د دوشنبې په ورځ بېجینګ ته ورسېد، څو د ۲۰۲۴ کال د چین او افریقا د همکارۍ د فورم (FOCAC) په سرمشریزه کې ګډون وکړي. دغه سرمشریزه به د سپټمبر میاشتې له ۴مې څخه تر ۶مې نېټې پورې د چین په پلازمېنه بېجینګ کې ترسره شي.

د نوموړي الوتکه پرون شاوخوا ۸:۳۰ بجې د بېجینګ په نړیوال هوايي ډګر کې کښېناسته.

ویل کېږي سږ کال د چين او کانګو جمهوريت ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو شپېتمه کليزه ده، او ولسمشر ساسو یو له هغو افریقایي مشرانو څخه دی چې چین ته یې ډېر ځله سفرونه کړي دي.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د دواړو هېوادونو مشرانو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د جوړولو اعلان هم کړی و.

په تېره نیمه پېړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په بېلابېلو برخو کې ګټورې او مثبتې پایلې ترلاسه کړې دي.

بلخوا په ۲۰۱۸ کال کې هم د چین او کانګو جمهوریت تر منځ یو تړون لاسلیک شو، څو د کمربند او لارې د نوښت په برخه کې ګډ کار وکړي.

همدارنګه په ۲۰۲۲ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۶.۵۷ میلیارده امریکایي ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله یې ۲۲ سلنه زیاتوالی موندلی و.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کلونو کې چین د کانګو جمهوریت ته بېړنۍ خوراکي مرستې هم برابرې کړې او په دغه هېواد کې یې د نوي پارلمان ودانۍ په جوړولو کې مرسته کړې ده. همدارنګه د یوې هوايي بېړۍ د ساتنې مرکز د جوړولو پروژه هم اوس روانه ده چې ډېر ژر په بشپړه شي.

دواړو هېوادونو په مهمو موضوعاتو کې د یو بل ملاتړ کړی دی.

دواړه لوري هیله لري چې د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د شپېتمې کلیزې او د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د سرمشریزې په کارولو سره خپل سیاسي اعتماد نور هم پیاوړی کړي او همکاري ژوره کړي او اړیکې لا لوړې کړي.

د ویلو وړ ده چې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم راتلونکې سرمشریزه به “د عصري کولو لپاره په ګډه هڅې کول او د ګډ راتلونکي لپاره د لوړې کچې ټولنې رامنځته کولو” تر عنوان لاندې ترسره کېږي.

د راپورونو په اساس ویل کېږي چې د چین ولسمشر شي جین پینګ به د سپټمبر په ۵مه نېټه د پرانيستې په مراسمو کې یوه مهمه وینا هم وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي
وروستی خبرونه

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي

اکتوبر 6, 2026
کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي
سپورت

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي

اکتوبر 6, 2026
مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو
وروستی خبرونه

مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو

اکتوبر 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved