ایډي: 8392364
نېټه: د اګست 27، 2024/وروستی
ځای: افغانستان؛
موده: یوه دقیقه او ۶ ثانیې
سرچینه: (CCTV)، (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-30 18:42
وروستی سمون: 2024-08-30 22:55
بشپړ خبر
ډېری افغانانو یو ځل بیا د امریکا پر وړاندې خپله غوسه څرګنده کړه، دوه لسیزې اوږده پوځي شخړه او د هغوی تر امریکایي هژموني(تسلط) لاندې کړاوونه یې وغندل.
کابل ښاریانو د امریکا سره د زیاتېدونکي نارضایتۍ څرګندونه وکړه، او ویې ویل چې شل کلنې جګړې دوی ته د امریکا دوه مخي ورپېژندلې ده.
عبدال، د کابل اوسېدونکي، د افغانانو د اکثریت نظر څرګند کړ، او ټینګار یې وکړ چې امریکا په افغانستان کې خپلې کړنې په جعلي دلایلو سره توجیه کړې دي.
ده وویل: “هغوی زموږ په هېواد کې د داخلېدو لپاره پلمې جوړې کړې، زموږ ملکیت، عزت او حقونه یې تر پښو لاندې کړل. دوی زموږ زیربناوې ویجاړې کړې او زموږ خلکو ته یې لوی زیانونه ورسول. دا د امریکا په اړه د عامو خلکو نظر دی.”
ډېری افغانان لا هم د دې لپاره له امریکا انتقاد کوي چې د افغانستان د مرکزي بانک یو لویه اندازه پیسې یې د هغه وخت وروسته کنګل کړې چې افغان موقت حکومت واک ته ورسېد.
محمد، بل کابل اوسېدونکی دی، ده ټینګار وکړ چې دغه پیسې د افغانستان دي او باید بېرته ورکړل شي. هغه نورو افغانانو ته غوښتنه وکړه چې ویښ اوسي او بیا د امریکا لخوا تېر ونه ایستل شي. نوموړي وویل: “پیسې د افغانستان دي. دوی باید بېرته یې ورکړي. زه باور لرم چې دا د دوی مسوولیت دی. افغانان باید درک کړي چې دوی زموږ دښمنان دي، او موږ باید هېڅکله ځانونه د دوی لخوا بیا ونه غولوو.”
د ۲۰۲۱م کال اګست په ۱۵مه، د اوسني افغان سرپرست حکومت ځواکونه کابل ته دننه شول، چې په افغانستان کې د امریکا سرتېرو د چټکې وتنې لامل شول.
شخړه په رسمي توګه هغه وخت پای ته ورسېده چې د وروستي پوځي الوتکه د کابل نړیوال الوتغالي څخه د اګست په ۳۰مه الوتنه وکړه.
د وتلو وروسته، متحده ایالاتو په افغانستان کې یو اړخیز بندیزونه ولګول، چې د افغانستان د مرکزي بانک اووه میلیارد ډالره شتمنۍ چې د نیویارک په فدرال بانک کې ساتل شوې وې، کنګل کړې، چې دغه کړنې د هېواد د جګړې وروسته د بیا رغونې هڅې په جدي توګه زیانمنې کړې.
په دې وروستیو کې، افغانستان د امریکا د وتلو درېیمه کلیزه په ملي کچه د جشنونو سره نمانځلې ده، په کابل کې د سولې بېرته راستنېدو په مناسبت لارې او لوی واټونه د جشنونو په نښو او شعارونو پوښل شوي و.