دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

بېجینګ چمتو دی چې د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره مرسته وکړي

STR NEWS by STR NEWS
اگست 31, 2024
3 0
0
بېجینګ چمتو دی چې د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره مرسته وکړي
4
SHARES
17
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8392508.webm

ټونگا – آرام سمندر ټاپو هېوادونه / چین

ای‌ډي: 8392508

نېټه: د اګست 28، 2024

ځای: ټونګا

موده: ۵۹ ثانیې

سرچینه: (CCTV) او(CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-08-31 17:19

وروستی سمون: 2024-08-31 17:23

ویډیویي صحنې

ټونگا نوکوالافا، – د اګست 28، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو لپاره د چين ځانګړي استازي کيان بو ویلي، چين د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې د ارام سمندر له هېوادونو سره مرستې کولو ته چمتو دی. نوموړي دغه څرګندونې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د مشرانو په ۵۳مه غونډه کې وکړې، چې له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د تونګا په پلازمېنه نوکوالافا کې تر سره شوه.

نوموړي د یادې غونډې پر مهال زیاته کړې، بېجینګ ژمن دی چې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو سره په اغېزناکه توګه د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې مرسته وکړي او په تدريجي ډول له ځان او نړۍ سره خپلې ژمنې د رغنده چارو له لارې پوره کړي.

هغه يادونه وکړه چې چين لا له وړاندې له دغو هېوادونو سره د زرغونې انرژۍ په برخه کې مرستې کړې دي چې اوس مهال څو پروژې تر کار لاندې دي. نوموړي  پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د زرغون ودې په برخه کې پرانيستې همکارۍ ته غاړه کېږدي، څو ګډ پرمختګ ترلاسه کړی شي.

په ورته مهال بیا د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کورت کمپبل د ښاغلي کيان بو د خبرو په ځواب کې وويل، چې امريکا د اقليمي بدلون په څېر مسايلو کې له چين سره بشپړ ګډکار کولو ته چمتو ده.

د ارام سمندر ټاپوګانو فورم چې په ۱۹۷۱ کال کې تاسیس شوی، ټول ۱۸ غړي هېوادونه لري چې هر کال د سیمه ییزو ننګونو سره د مبارزې لپاره یو ځای کېږي. سږنۍ غونډه چې په ټونگا کې  «د بدلون انعطاف وړ ارام سمندر اوس ښه جوړ کړئ» تر عنوان لاندې  جوړه شوې وه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سیاسي مشرانو، سوداګرو شخصیتونو، او د مدني ټولنې استازو په ګډون پکې نږدې ۱,۰۰۰ څخه ډېرو کسانو ګډون کړی و.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی
وروستی خبرونه

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026
هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري
وروستی خبرونه

هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

مارچ 9, 2026
مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي
وروستی خبرونه

مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist