چین-امریکا/تجارتي اړیکې
ایډي: 8392362
نېټه: د اګست 29، 2024 / فایل
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او څلورویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 29-08-2024 22:32
وروستی سمون: 2024-08-29 22:36
بېجینګ – د سپتمبر 19، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
یوه چینايي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د چین د اقتصاد او ټېکنالوژۍ د پرمختګ د مخنیوي لپاره به د امریکا هڅې بریالۍ نه شي، او په دې کار سره به امریکا خپل ځان او نورو ته زیان ورسوي.
دا څرګندونې د شمالي امريکا او سمندري چارو د بهرنيو چارو وزارت عمومي مشر يانګ تاو د پنجشنبې په ماښام چين ته د امريکا د ملي امنيت د سلاکار جک سلېوان د سفر په اړه رسنيو ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وکړې.
يانګ د اقتصاد، سوداګرۍ او ټېکنالوژۍ مسايلو د پوښتنو په اړه وویل، چې د متحده ايالاتو تش په نامه (د لوړو دېوالونو سره د کوچني انګړ) د جوړولو تګلاره نه یوازې پراخه شوې بلکې محدوده شوې هم ده.
نوموړي د خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د ملي امنیت اصطلاح اوس د ډېری چارو توجیه کولو لپاره کارول کېږي، او د “د لوړ او اوښتي ظرفیت” ادعاګانې یوازې د خپل محافظت لپاره پلمې دي. د ده په خبره دغه مسئلې د چين په اړه د امريکا د غلط فهمۍ او د بشپړ امنيت او ګټې لپاره د هغې لېوالتيا څرګندوي.
هغه يادونه وکړه چې امريکا بايد په دې پوه شي چې چين د تل لپاره د صنعت په ښکته برخه کې نه شي پاتې کېدای. چين د دې توان، اړتيا او حق لري چې د صنعت لوړو پوړیو ته ورسي.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې متحده ايالات بايد په دې هم پوه شي، چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د دواړو خواوو په ګټه دي او په دغو برخو کې د چین د پرمختګ د مخنیوي هڅه به د امریکا په ګډون ټولو ته زیان ورسوي او بريالۍ به نه شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د چين د لوړ پوړي چارواکي وانګ يي په بلنه د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سلېوان د اګست میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د نويو ستراتيژيکو خبرو اترو لپاره له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. چې دا په تېرو اتو کلونو کې چین ته د امریکا د ملي امنیت د سلاکار لومړی سفر دی او د هغه د دورې په موده کې د سلېوان لومړی سفر بلل شوی دی.