د چین بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/پاکستان
ایډي: 8391989
نېټه: د اګست 27، 2024
ځای: بېجینګ
موده: ۴۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-08-2024 01:51
وروستی سمون: 27-08-2024 04:57
بېجینګ – د اګست 27، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د سې شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته ویلي، بېجینګ په پاکستان کې وروستي ترهګريز بريدونه په کلکه غندي او د ترهګرۍ ضد عملياتو د پرمختګ لپاره به له دغه هېواد سره ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان ایالت په جنوب لوېدیځه سیمه کې د ترهګریزو بریدونو په اړه د رسنیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې په هغه برید کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي وو.
نوموړي د خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې د بریدونو په اړه مو راپورونه کتلي موږ ترهګريز بريدونه په کلکه غندو او له قربانيانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو، چين په کلکه د ترهګرۍ ضد عملياتو په وړاندې د مبارزې، د ټولنيز يووالي او ثبات د ساتلو په برخه کې د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکوي د نوموړي په خبره چين چمتو دی چې له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې او امنيتي همکارۍ لا پياوړې کړي او په ګډه د سيمه ييزې سولې او امنيت ساتنه وکړي.