د چین – چین د بهرنیو چارو وزیر / د متحده ایالاتو د امنیت سلاکار
ایډي: 8392011
نېټه: د اګست 27، 2024
ځای: چین
موده: ۴۰ ثانیې
سرچینه: CCTV)) او CGTN))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-27 21:14
وروستی سمون: 2024-08-27 22:15
ویډيويي صحنې
چین بېجینګ – د اګست 27، 2024 ( (CGTNد چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سې شنبې په ورځ په بېجينګ کې د امريکا د ملي امنيت له سلاکار جک سلېوان سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو يې پيل کړ.
د یادې کتنې پر مهال ښاغلي وانګ یي ویلي، چې د چین او امریکا د نوې دورې ستراتیژیکې اړیکې په سان فرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ تازه شوې دي.
ښاغلي سلېون ته په هوايي ډګر کې د شمالي امريکا د سمندري چارو د ادارې د مشر يانګ تاو له لوري تود هرکلی وشو.
دا په تېرو اتو کلونو کې چین ته د امریکا د ملي امنیت د سلاکار لومړی سفر بلل کېږي.
د وانګ يي په بلنه به سلېوان د اګست میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې له چين څخه رسمي لیدنه ولري.