د نړیوالې روغتیا سازمان، د اېمپاکس ناروغي/ځواب
ایډي: 8391882
نېټه: د اګست 26، 2024
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او ۴۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-08-2024 06:15
وروستی سمون: 2024-08-26 07:07
ویډيويي صحنې
بېجینګ – اګست 26، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د روغتیا نړیوال سازمان د خبرونو سکرین شاټونه
بشپړ خبر
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پرون دوشنبه د اېمپاکس ناروغۍ د خپراوي د مخنیوي او کنترول لپاره د یوې جامع او هراړخیزې تګلارې د تدوین اعلام وکړ.
دغه سازمان په خپله رسمي ویب پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې پلان هدف په نړیواله، سیمه ییزه او ملي کچه د همغږو هڅو له لارې د یادې ناروغۍ د سرایت مخنیوی دی.
په یاد مطلب کې دا هم راغلي، چې دا پلان به د روان ۲۰۲۴ کال له سپتمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۵ تر فبروري میاشتې پورې د شپږو میاشتو دوره وپوښي چې د غړو هېوادونو، شریکانو، ټولنو، څېړونکو او نورو څخه به ۱۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تمویل ته اړتیا ولري.
نوموړي سازمان دغه راز ویلي چې دا پلان د عمومي رییس په پخوانیو لارښوونو جوړ شوی، چې د څارنې، مخنیوي، چمتووالي، او غبرګون ستراتیژیو پیاوړتیا باندې متمرکز وي.
د پلان کلیدي عناصرو کې د څېړنې پرمختګ او د تشخیصي ازموینې او واکسینونو په څېر جدي طبي اقداماتو ته د عادلانه لاسرسي تضمین کول شامل دي.
د خپور شوي مطلب له مخې، د دې پلان موخه دا هم ده چې له څارویو څخه انسان ته د ناروغیو لېږد راکم کړي او ټولنې ځواکمنې کړي چې د وبا د مخنیوي او کنټرول هڅو کې په فعاله توګه برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د ځانګړي ملاتړو ټیمونو رامنځته کولو او په ځپل شویو هېوادونو کې د کارمندانو په زیاتولو سره د وضعیت اداره کولو لپاره نړیوالې سرچینې هم متحرکې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روانې اګست میاشتې په ۱۴مه نېټه داېمپاکس ناروغۍ د خپرېدو او د نړیوالو اندېښنو په تړاو بېړنی حالت اعلان کړی.