ایډي: 8391726
نېټه: وروستی
ځای: لبنان او اسراییل
موده:یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 25-08-2024 23:37
وروستی سمون: 2024-08-26 00:41
ويډیویي صحنې
بیروت، لبنان – وروستی (CGTN )
- د لبنان ملي بیرغ
- ترافیک، ودانۍ
بیروت، لبنان – د فبروري 16، 2023 (CCTV -)
- ترافیک، د ښار منظره
اسراییل – د نومبر 1، 2022 (CCTV -)
- د اسراییلو د پارلمان بېلابېلې ساحې، د اسراییل ملي بیرغ
تل ابیب، اسراییل – اپریل 7-8، 2019 (CCTV -)
- مختلفې ودانۍ، ترافیک
الظهره، لبنان – د اکتوبر 12، 2023 (CCTV -)
- په نیلي کرښه کې د سرحدونو بېلا بېلې برخې.
بشپړ خبر
د لبنان حزبالله ډلې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په وړاندې لوی برید وکړ چې د خپل لوړپوړي پوځي قوماندان فواد شکور د وژنې په بدل کې یې ترسره کړ. په همدې ورځ د اسراییل د دفاع وزیر د ۴۸ ساعتونو لپاره په ټوله هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.
حزبالله په یکشنبه درې بیانیې خپرې کړې. په لومړۍ بیانیه کې یې اعلان وکړ چې د شکور د وژنې په بدل کې یې په اسراییل لوی ډرون برید کړی، چې په شمالي اسراییل کې د هوایي برید د خطر زنګونه خپاره شول.
حزبالله په دویمه بیانیه کې وویل چې په اسراییل باندې د انتقامي بریدونو لومړی پړاو بشپړ شوی، په دې بریدونو کې یې د ۳۲۰ څخه ډېر راکټونه پر ۱۱ پوځي اډو او نورو تاسیساتو، په شمول د مرون اډې او څلورو ځایونو چې په ګولان کې موقعیت لري، توغول شوي دي.
حزبالله په درېیمه بیانیه کې وویل چې په همدې ورځ ټول بریدونه چې ترسره شوي د لبنان او اسراییل ترمنځ موقتي سرحد څخه په ټاکلي وخت تېر شوي او په څو لوریو کې ټاکل شوي هدفونه یې په نښه کړي دي، نو په همدې ورځ د پوځي عملیاتو ترسره کېدل بشپړ شوي هم دي.
په دې بیانیه کې ویل شوي و چې د اسراییل دا ادعا چې ګواکې موږ “مخکې له وخته اقدام” کړی او د حزبالله وسلهوال برید یې ګډوډ کړی، “بې بنسټه او له واقعیت سره په ټکر کې ادعا ده”. همدارنګه په دې بیانیه کې ویل شوي چې د حزبالله مشر حسن نصرالله به په همدې ورځ وینا وکړي، څو د اسراییل دا ادعاوې رسماً رد کړي.
د یکشنبې په ورځ په شمالي اسراییل کې د کریات شمونا او عکا په ښارونو کې د هوايي برید خطر زنګونه وشول. د اسراییل د کورنیو چارو وزرات د تلابیب او شمالي سیمې لپاره یو ملکي دفاعي لارښود خپور کړ. په تلابیب کې د بن ګوریون نړیوال الوتغالي د الوتنو چارې ځنډولې دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل چې د یکشنبې په ورځ اسراییل د حزبالله زرګونه راکټونه له منځه وړي. نتانیاهو وویل چې د یکشنبې په سهار اسراییل د حزبالله د برید چمتووالی وموند. د پوځ سره د مشورې وروسته، پرېکړه وشوه چې د ګواښ د له منځه وړلو لپاره فعال اقدامات وشي.
د اسراییل د پوځ په وینا، دوی په یکشنبه شاوخوا ۱۰۰ جنګي الوتکې جنوبي لبنان ته ولېږلې څو د حزب الله ډلې په زرګونه راکټونه دفع او نور اړوند تاسیسات یې په نښه کړي.