سوډان – بشري ناورین
ایډي: 8391624
نېټه: د اګست 21، 2024/وروستی
ځای: سوډان
موده: دوه دقیقې او درې ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-25 13:20
وروستی سمون: 2024-08-25 16:38
بشپړ خبر
په سوډان کې د روانې جګړې او پرله پسې سېلابونه له امله د وژونکو ناروغیو زیاتوالی په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پسې زیات کړی، دغه ناورین وروسته له هغه پیل شو چې د ۲۰۲۳ کال د اپرېل میاشت کې د سوډان د وسله والو ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه.
یوازې جګړې نه بلکې د جون میاشتې راهیسې سېلابونو هم سوډان ته سخت زیان رسولی، چې په ټول هېواد کې یې پراخه ویجاړي او کړاوونه رامنځته کړې ده.
په دغه هېواد کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۱۴ کسان وژلي او ۲۸۱ نور یې ټپیان کړي او دغه راز یې تر ۱۱۰ زرو ډېر کسان اغېزمن کړي دي.
دغه سېلابونه د کولرا، ملاريا او ډينګي په څېر د وژونکو ناروغيو د زياتېدو لامل هم شوي دي.
ویل کېږي چې درنو بارانونو د پلونو او سړکونو په ګډون مهمې زېربناوې سختې اغېزمنې کړې دي.
په شمالي ایالت کې اوسېدونکي د ناورین له امله له ډېرو زیانونو او ننګونو څخه د خلاصون لپاره مبارزه کوي.
د سیمې یو اوسېدونکی محمد علي وايي، چې وروستیو بارانونو د ابو حمید په سیمه کې د پلان جوړونې ستونزې رابرسېره کړې دي. د کجورو او لرګیو څخه جوړ شوي ساختمانونه چې د ښځو لپاره د پلورځیو په توګه جوړ شوي وو، خو د سېلابونو په وړاندې یې د مبارزې توان نه درلود. کله چې سېلاب راغی نو يو بلاک يې ويجاړ کړ دغه راز د اوبو د سطحې لوړېدلو د الجوز او السلام په ګاونډیو سیمو کې هم کورونو ته سخت زیان اړولی دی.
د راپورونو له مخې، سېلابونو په ډېرو هغو سیمو کې چې د څه باندې یوه کال راهیسې د وسله والو جګړو له امله سخت اغېزمن شوي، د اړتیا وړ خدمتونه د سقوط لامل شوي دي.
د اوبو رسولو فاضله موادو او د کثافاتو د مدیریت سیسټمونو سقوط د ناروغیو لکه کولرا، ملاریا او ډینګي تبې د خپرېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي دي.
په ورته وخت کې د سوډان د روغتیا وزارت تایید کړې چې کولرا ناروغۍ د څښاک د ککړو اوبو له امله په چټکۍ سره خپرېږي.
په سوډان کې د روانې جګړې له کبله تر اوسه پورې څه باندې لس میلیونه خلک بې ځایه شوي چې اوس مهال یا په موقتي کمپونو او یا هم سړکونو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.
وروستیو سېلابونو د دوی وضعیت نور هم کړکېچن کړی، چې د خوراکي توکو، پاکو اوبو او نورو لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.
يو بې ځايه شوی عبدالاسامه وايي، موږ دلته د مهاجرو په توګه راغلي یو او خېمې راکړل شوې. خو پرون د سهار له لمانځه وروسته زموږ په کمپ کې سخت باران وشو چې له امله مې تر اوسه سهارنۍ نه ده خوړلې زه د شکرې او زړه په ناروغۍ اخته یم او د خپلې ناروغۍ د درملو څخه مې یوازې یوه دانه اخیستې ده. زه هیله لرم چې دوی به موږ بل کمپ ته ولېږدوي دغه راز له دوی څخه غواړو چې موږ بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.