د چین په لومړیو فصلونو کې وريجې/حاصل
ایډي: 8391467
نېټه: د اګست 23، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-08-2024 10:16
وروستی سمون: 2024-08-23 14:05
ویډيويي صحنې
جنوبي چین – 2024 (د ګوانګژو نشراتي شبکه) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چین د احصایې ملي ادارې (NBS) د جمعې په ورځ خپاره شوي ارقامو کې ښودلي چې د دغه هېواد د لومړي فصل د وریجو حاصلات سږ کال شاوخوا ۲۸.۱۷ میلیاردو کیلوګرامو ته رسېدلي دي.
د یادې ادارې معلوماتو دا هم ښودلي، چې د اپریل میاشتې راهیسې د هېواد په مخکښو غلو تولیدوونکو سیمو کې د ورانو بارانونو او سېلابونو له امله د وریجو حاصلاتو د تېر کال په پرتله ۰.۶ سلنه کمښت موندلی دی.
د احصایې ملي ادارې (NBS) راپور ورکړی چې په چین کې د لومړي فصل وریجو سره کرل شوې ساحه اکثره ورته پاتې ده. دغه راز سږ کال په ټول چین کې د وریجو د کرلو ساحه ۴.۷۵ میلیون هکتاره وه، چې د تېر کال په پرتله ۰.۵ سلنه ډېره وه.