د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8391328
نېټه: اګست 15/12/11، 2024
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او شل ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 22-08-2024 10:09
وروستی سمون: 23-08-2024 01:05
بشپړ خبر
د غزې روغتیايي چارواکو د یوې خپره شوې خبرپاڼې له لارې ویلي، چې په غزه باندې د اسراییلو د روانو بریدونو له کبله د فلسطینیانو د مړینې شمېر ۴۰۲۶۵ کسانو ته لوړه شوې ده.
روغتیايي چارواکو دغه راز ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ جګړې کې تر اوسه ۹۳۱۴۴ کسان ټپیان شوي دي.
په یاده خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي پوځ په عملیاتو کې ۴۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
ویل کېږي چې ډېری قربانیان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي او ځينې یې په سړکونو دېره دي. واقعیت دا دی چې امبولانسونه او د ملکي دفاع ټیمونه دوی ته د روانې جګړې له امله پر وخت رسیده ګي نشي کولي.
هاخوا په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې د پنجشنبې په ورځ د ایکس پاڼې له لارې وویل، چې د اوبو مهمې څاګانې او د حفظ الصحې زېربناوې په پرله پسې ډول د جګړې له کبله زیانمنې شوې دي.
یادې ادارې دغه راز زیاته کړې، چې د ګڼې ګوڼې، ناسمې حفظ الصحې او سختې ګرمۍ په غزه کې پاکو اوبو ته لاسرسی لا نور هم ستونزمن کړی دی.