د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8391154
نېټه: د اګست 12/11، 2024
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او څلورویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-08-2024 05:50
وروستی سمون: 21-08-2024 06:08
ویډيويي صحنې
د غزې تړانګه – د اګست 12، 2024 (CCTV)
۱ـ د ښوونځي ګڼ شمېر سرپناه، بې ځایه شوي فلسطینیان
بشپړ خبر
په غزه کې روغتیايي چارواکو پرون وویل، چې په غزې تړانګه کې د اسراییلو په روانو عملیاتو کې د مړو شمېر ۴۰۲۲۳ کسانو ته ورسېد او په وینا یې په جګړه کې تر اوسه ۹۲۹۸۱ کسان ټپیان شوي دي.
روغتیايي چارواکو په یو بیان کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له کبله ۵۰ تنه وژل شوي او ۱۲۴ نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې د حماس د ملکي دفاع ادارې د سه شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې هم ویلي و چې د غزې تړانګې پر یوه ښوونځي باندې اسراییلو په یوه هوايي برید کې چې کډوال پکې مېشت وو لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي و.
خو له یاد برید ورسته د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) په یوه بیان کې وویل، چې د دوی د هوايي ځواکونو موخه په ښوونځي کې د حماس د قوماندې او کنټرول یو مرکز په نښه کول و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو وروستی پړاو د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو، چې د اسراییلو، امریکا، قطر او مصر استازو پکې ګډون کړی و، خو د حماس استازی پکې نه و.
خو یادې خبرې اترې د اګست له ۱۶ راهیسې وځنډول شوې او ټاکل شوې چې په راروانه اونۍ کې په قاهره کې بیا پیل شي.
د اګست په ۱۸ مه حماس د مرکچي پلاوي پر دریځ او نظریو نیوکه وکړه او ویې ویل چې یادې خبرې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غوښتنو په حق کې په پراخه کچه مطرح شوې او د حماس د اړتیاوو او اندېښنو ته پکې پام نه دی شوی.