سه شنبه, مارچ 10, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

زیلینسکي: په روسیه کې مو ۹۲ مېشت ځایونه نیولي

STR NEWS by STR NEWS
اگست 20, 2024
5 0
0
زیلینسکي: په روسیه کې مو ۹۲ مېشت ځایونه نیولي
8
SHARES
30
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8390872.webm

د روسیې او اوکراین کړکېچ/تازه

ای‌ډي: 8390872

نېټه: د اګست 19، 2024/دوتنه

ځای: روسیه

موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-08-19 18:29

وروستی سمون: 2024-08-19 20:22

ځای نامعلوم – د اګست په 19، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د سختې جګړې او روانو نښتو وروسته روسیې پوځ د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین د یوه اورګاډي مرکز کنټرول یې ترلاسه کړی دی. خو اوکراین په همدې ورځ د روسیې دې بریدونو د دفاع خبر ورکړی دی.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې له تېرې ورځې راهیسې روسي ځواکونو د اوکراین پرسونل او تجهیزاتو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، دغه راز د روسیې پوځ په دونیتسک سیمه کې د یوې لویې تصفیې او د اورګاډي یو مرکز هم نیولي دي.

دغه وزارت ویلي، چې د کرسک په لور د روسیې پوځ د اوکراین د روانو بریدونو مخه نیولې او په دې سیمه کې د روانو نښتو په پایله کې د اوکراین پوځ تر ۳۳۰ ډېر پوځیان وژل شوي او نږدې ۲۷ زغروال موټر یې هم له لاسه ورکړي دي. د وزارت په وینا چې تر اوسه پورې د کرسک  سیمې د جګړې په ترڅ کې د اوکراین د ټولو پوځیانو تلفات ۳۸۰۰ ته رسېدلي دي.

 په همدې ورځ د اوکراين د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان د لومړۍ کرښې په سيمو کې د ۷۸ نښتو راپور خپور کړ دغه راپور کې ویل شوي چې اوکرایني ځواکونو د خارکوف، توریتسک، پوکروفسک، سیمو په شمول د روسیې پوځ ډېری بریدونه په شا تمبولي دغه راز په دې سیمو کې اوس هم جګړې روانې دي.

په ورته مهال د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ وویل، له هغه راهیسې چې د اګست میاشتې په شپږمه نېټه د روسیې په لوېدیځ کورسک سیمه کې پوځي عملیات پیل شوي په وینا یې تر اوسه پورې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ۹۲ مېشت ځایونو کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

نوموړي پر ایکس پاڼه لیکلي، چې اوکرایني ځواکونو د روسیې شاوخوا  ۱۲۵۰ کیلومتره مربع خاوره نیولې ده.

له دې سره هممهاله د مسکو د بېړنیو حالاتو د وزارت د ویاند مرستیال ارتیوم شاروف د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د وروستیو پرمختګونو له امله د کورسک سیمې له نهو سرحدي ولسوالیو څخه څه باندې ۱۲۱ زره ملکي وګړي په خوندي توګه ایستل شوي دي.

هغه دغه راز ویلي، چې یوازي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۶۵۰ کسان یا په خپله خوښه وتلي او یا هم په منظمو ډلو کې ایستل شوي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري
وروستی خبرونه

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري

مارچ 10, 2026
م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
وروستی خبرونه

م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

مارچ 10, 2026
پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی
وروستی خبرونه

پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

مارچ 10, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved