د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8390870
نېټه: د اګست 19، 2024
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-19 18:29
وروستی سمون: 2024-08-19 19:44
دیر البلاح، د غزې تړانګه – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په غزه کې روغتیایي چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې په غزې تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمیر ۴۰۱۳۹ کسانو ته رسېدلی.
دغه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو پوځ په بریدونو کې ۴۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۳۴ نور یې ټپیان کړي دي، چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د جګړې د وروستي پړاو له پیلېدو راهیسې د وژل شویو شمېر ۴۰۱۳۹ او د ټپیانو شمېر ۹۲۷۴۳ تنو ته ورسېد.
د فلسطین د امنیتي چارواکو د راپورونو له مخې اسراییلي الوتکو پرون د غزې په لوېدیځ کې د الشطي د کډوالو په کمپ کې د فلسطینیانو په یوه غونډه برید کړ.ی
طبي سرچینو ویلي، چې په دغه هوايي بريد کې لس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي ټول ژوبل شوي کسان سمدستي د درملنې لپاره نزدې روغتون ته رسول شوي دي.
تر دې دمه د دې برید په اړه د اسراییلو له لوري په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.
په ورته وخت کې په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دغې ادارې (UNRWA) د ۲۰۷ کارمندانو په ګډون لږ تر لږه ۲۸۹ مرستندویه کارکوونکي د روانې جګړې له امله په غزه کې وژل شوي دي.
د یادې ادارې کمېشنر جنرال فیلیپ لازاریني د ټولنیزو رسنیو پلټ فارم له لارې لیکلي چې ډېری وژل شویو کسانو د بشري مرستو یا ټپیانو او ناروغانو ته د طبي پاملرنې چمتو کولو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.