سه شنبه, مارچ 10, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

جاپانی جنګي یتیم د چین له پالونکي پلار څخه قدردانی او د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي

STR NEWS by STR NEWS
اگست 19, 2024
2 0
0
جاپانی جنګي یتیم د چین له پالونکي پلار څخه قدردانی او د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي
3
SHARES
13
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8390602.webm

ای‌ډي: 8390602

نېټه: وروستۍ

سرچینه: CCTV

بشپړ خبر

د جاپاني جګړې یتیم سابورو یوکویاما کیسه کوم چې د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان له لوري په شمال ختیځ چین کې د “پایونیر په نوم ډلې لخوا بې برخلیکه پاتې شوی و چې بیا وروسته د خپل چيني رضاعي پلار په مرسته له سختو حالتو ژوندی پاتې شو، دا کیسه ښیي چې انسانیت څنګه کولای شي تاریخي شخړې له منځه یوسي او د سولې پیغام ته وده ورکړي.

یوکویاما د ۱۹۴۳ کال په اکتوبر کې د جاپان په نارا کې زیږیدلی و، او د خپلې کورنۍ سره په ۱۹۴۴ کې د چین شمال ختیځ جیلین ولایت ته د “پایونیر ډلې” د یوې برخې په توګه تللی و. دا ډله د ۱۹۳۱ کال څخه تر ۱۹۴۵ کال پورې د نظامي دورې په جریان کې د چین شمال ختیځ ته د جاپان د پراختیا یوه برخه وه، چې په چین کې د ډیرو کړاوونو سبب شوه.

د هیلوګیانګ ولایت د ټولنیزو علومو اکاډمۍ څېړونکی جي هونګ  يې په دې اړه داسې وايي، د ۱۹۳۶ کال په اپریل میاشت کې مخکې له دې چې جاپان په چین باندې د خپل بشپړ یرغل لپاره چمتو شي، دوی (د جاپان حکومت) په دې باور وو چې د چین شمال ختیځ ته د میشت ځایونو د لېږلو وخت رارسېدلی، نو دوی د یو میلیون کورنیو د ځای پرځای کولو پلان جوړ کړ. چې له یاد پلان سره یې نږدې  په دوه لسیزو کې پنځه میلیونه کسان چین ته ولېږل چې دا په حقیقت کې یوه ښکاره استعماري کړنه وه.

هغه وايي چې د (پایونیر په نوم دغې ډلې) د ځایي خلکو څخه ځمکې په خورا ټیټه بیه یا د جبر له لارې غصب او ونیولې او د چینايي خلکو څخه یې د جاپاني نظامیانو د ملاتړ په توګه ګټه پورته کړه.

مګر وروسته له دې چې جاپان په ۱۹۴۵ کال کې ماتې وخوړه، د جاپاني پوځ لخوا د “پایونیرډلې” پرېښودل شوې، د یوکویاما د کورنۍ د غړو په ګډون ډېری یې د یخنۍ، لوږې او ناروغیو سره مخ شول.

یوکویاما  وايي، چې په ۱۹۴۵ کال په لومړیو کې زما پلار د جاپاني پوځ لخوا زیانمن شو او هېڅکله بېرته راستون نه شو  له هغه پرته موږ هېڅوک نه درلودل چې پر هغه تکیه وکړو. وروسته له دې چې موږ په چین کې میشت شو، زما نیکه او انا یو په بل پسې مړه شول او زموږ څلور واړه وروڼه او خویندې یتیمې پاتې شوې.

هغه دغه راز وايي چې زه او زما درې وروڼه او خویندې په ناوړه حالت کې وو ځکه چې موږ هېڅ ملاتړ او ساتنه نه درلودله. هغه باور لري چې د هغه د کورنۍ د غمیزې ریښه د جاپاني نظامیانو لخوا پیل شوې جګړه وه.

هغه وويل، په چين باندې د جاپان د يرغل په اړه زه د چينايانو په شان احساسات او نظرونه لرم، دوی چينايانو باندې ناورينونه راوستل، دوی څه وکړل؟ دوی داسې ناورين رامنځته کړ چې د بشريت له خوا د نه بښلو وړ دی.

کله چې یوکویاما دوه کلن و، هغه د وانګ ژیشون په نوم یو کس لخوا چې د خوراکي توکو له سخت کمښت څخه د تېښتې لپاره له شانډونګ ولایت څخه شمال ختیځ چین ته تللی و، په رضاعت اخیستل شوی و.چې بیا یاد کس ته د چینایي نوم وانګ یو فو ورکړل شو.

یوکویاما وویل، چې په هغه وخت کې د بشردوستانه دلایلو له مخې، د چین حکومت اجازه ورکړه چې چینایي خلک زموږ په څېر بې وسه جاپاني یتیمان په رضاعت واخلي او پالنه یې وکړي چې وروسته همداسې وشول زما خور او زما دوه وروڼه ټول د چینایانو لخوا د رضاعت په توګه ومنل شول.

یوکویاما د ډایریا په څېر ناروغۍ لرلې او د اوږدې مودې له سؤ تغذیې سره مخ و. د هغه رضاعي پلار له هرې کلیوالې ښځې څخه مرسته وغوښته چې هغه وژغوري.

هغه وایي، چې زه دومره ضعیف شوی وم چې شیدې مې غوښتې چې په هغه وخت کې نشته و. هغه وخت د نن په څېر نه و چې بېلابېل ډوله شیدې شته وي. ما د کلیوالو ښځو شیدې وڅښلې، نو په حقیقت سره به ووایم چې زه د چینایي خلکو په شیدو لوی شوی یم.

د یوکویاما رضاعي پلار خپل ماشومان نه درلودل او هغه یې لکه د خپل زوی په څېر په مهربانۍ سره لوی کړ. هغه د لرګیو په پرې کولو او د ځمکې په کرلو سره د یوکویاما ملاتړ او پالنه کوله.

نوموړی وايي، چې رضاعي پلار مې له ۱.۶ مترو څخه کم قد درلود او وزن یې له ۵۰ کیلو ګرامه کم و، خو د خوځښت د کمزورتیا سره سره هغه کولی شول چې د ۶۰ کیلو ګرامه بوجۍ پورته کړي له دې ټولو سختیو سره سره بیا هم هغه د کورنۍ لپاره خوراکي توکي برابرول.

لکه څنګه چې د یوکویاما رضاعي پلار د عمر په تېرېدو سره د هغه روغتیایي حالت مخ په خرابېدو و او د هغه هیله چې خپل ژوند په شانډونګ کې پای ته ورسوي، په ۱۹۵۰ کال په ژمي موسم کې د ٥٤ کالو په عمر وانګ کې يو اووه کلن يوکوياما د شان ډونګ ولایت د ژيبو ښار د بيګوشان کلي ته بېرته راوست.

له هغه وروسته په هغه کلي کې د یوکویاما رضاعي پلار د هغه د تعلیمي ملاتړ لپاره لکه د یوه پلورونکي په توګه کار کاوه، د هغه لپاره یې کور جوړ کړ، څو د هغه سره د خپلې کورنۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

یوکویاما وویل،که څه هم هر څوک پوهېدل چې زه جاپانی یم خو بیا هم برعکس دوی هېڅ ډول دښمني یا تبعیض له ماسره نه درلود هغوی په ریښتیا سره ما ته مینه راکړه او زما تود هرکلی یې وکړ په حقیقت کې چینایان ډېر مهربانه وګړي دي.

د هغه د رضاعي پلار په پالنه کې، یوکویاما یو ښوونکی شو او ۳۰ کاله یې په کلیوالي سیمه کې تدریس وکړ، چې د هغه رضاعي پلار ټاټوبي ته نږدې و.

د یو ښوونکي په توګه د خپلې ۳۰ کلنې دورې په اوږدو کې، یوکویاما په بیګوشان کې نږدې ۱۰۰۰۰ زده کونکو ته تدریس وکړ، چې ډېری یې په کلي کې د عادي کروندګرو کورنیو څخه وو.

د يوکوياما يو زده کوونکي وانګ جي جې وويل، چې هغه د خپل قوميت په پام کې نيولو پرته په ټولنه کې ونډه اخيستې ده. هغه له چين سره مرسته کړې، له خلکو سره يې مرسته کړې ده، هغه يو ښه سړی او یو ښه ښوونکی دی.

د یوکویاما رضاعي پلار په کال ۱۹۸۵ د ۸۹ کلونو په عمر وفات شو. په ۱۹۹۹ کال کې کله چې یوکویاما ۵۶ کلن شو او تقاعد ته ورسېد، هغه په وار وار د خپلو جاپاني خپلوانو څخه غوښتنې ترلاسه کړې چې له خپلې جلا شوې جاپاني کورنۍ سره یوځای شي.

وروسته له نیمې پېړۍ څخه زیات د ۱۹۹۹ کال په پای کې د چینایي چارواکو په مرسته یوکویاما له خپلې کورنۍ سره د جاپان په اوساکا کې یو ځای شو.

د یوکویاما د تره د زوی مېرمن وايي، چې زه ډېره زیاته متاثره شوم  دا اسانه کار نه و د هغه رضاعي پلار که څه هم چې په خپله د ځان لپاره خواړه موندل ورته ستونزمن وو، خو بیا یې هم ټوله هڅه دا وه، چې یو ماشوم چې د دښمن لخوا پرېښودل شوی  را لوی کړي  زما په اند د یوه عادي کس لپاره اسانه کار نه و چې یو دومره کوچنی ماشوم لوی کړی شي.

د یوکویاما د تره زوی کیوشیګ یوکویاما وویل،که څه هم هغه جاپاني نسل لري خو بیا هم د چین خلکو یو جاپانی ماشوم داسې لوی کړ لکه چې د دوی خپل وي موږ واقعاً له خپل زړه څخه له دوی منندوی یو.

ورسته له هغه یوکویاما پرېکړه وکړه چې د خپلو ځانګړو تجربو په کارولو سره د چین او جاپان ترمنځ لا زیاته پوهه او دوستي رامنځته کړي.

یوکویاما وايي، چې وروسته له دې چې زه جاپان ته لاړم، ما په یوه د لیک ښکلا یا خوشنویسۍ ډله کې ګډون وکړ چې جاپانیانو جوړه کړې وه. هغه څه چې زه په جاپان کې زیات لیکم، هغه د “همغږۍ” کلمه ده.  د کورنۍ همغږي، ټولنیزه همغږي، د نړۍ د سولې همغږي.

د یوکویاما ملګری هیرونوري یې په اړه وایي، چې ښاغلی وانګ یو ستر شخصیت دی، هغه د چين او جاپان ترمنځ يو پل جوړ کړی دی چې په رښتيا سره د يادونې وړ دی او زه يې ډېره ستاينه کوم، لکه څنګه چې دا له چين سره تړاو لري او د چين په ګټه دی، هغه ډېر لېواله دی چې د چین لپاره هر هغه څه چې ګټور وي، په خوښۍ سره معرفي کړي او یو بل تر منځ اړیکې جوړي کړي.

یوکویاما د چینایي رضاعي والدینو او جاپاني جګړې یتیمانو کیسه د مستند فلم له لارې وړاندې کړه. دا مستند فلم چې د یوکویاما رضاعي پلار او دی پکې شامل وو، په جاپان کې په پراخه کچه وکتل شو، وروسته بیا د ملي تلویزیوني شبکې له لارې هم خپور شو.

د یوکویاما یو بل ملګری ټاکه هیرو شیومورا وویل، چې سابورو د خپل وفات مخکې د احترام څرګندونه وکړه، چې دا ډېر ښه دي. سابورو خوشبخت دی چې د خپل رضاعي پلار احسان بېرته ورکړي. که حالت برعکس وای، او که یو جاپانی په دې حالت کې وای، زه فکر نه کوم چې جاپانیان به تر دې ښه څه کړي وای خو برعکس، چینايانو ډېرو جاپاني جګړې یتیمانو سره مرسته کړې ده. موږ واقعاً له دوی څخه منندوی یو.

يوکوياما د دې عقیدې سره چې چينايي او جاپانيان دواړه سوله خوښوونکي خلک دي، سره له دې چې د ملي شرايطو او کلتوري توپيرونو سره سره، يوکوياما هيله لري چې د خپل ژوند په موده کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه تبادلې د ملاتړ لپاره لا زيات کار وکړي.

د ۲۵ کالو لپاره په جاپان کې د اوسېدو وروسته، د یوکویاما زړه لا هم د چین سره تړلی دی. هغه هر کال د زلزلې د مرستې، وبا سره د مبارزې، او تعلیمي ملاتړ په څېر سببونو لپاره مرسته کوي، چې د کلونو په تېرېدو سره یې د نږدې ۱۶۰،۰۰۰ یوان (شاوخوا ۲۰،۰۰۰ امریکایي ډالر کېږي) مرسته کړې ده.

د یوان چوان مرکزي ښوونځي مشر بای های وویل، چې په رښتیا سره موږ هغه ته د جاپاني په سترګه نه ګورو هغه د خپل خپلوان په څېر دی له جاپان څخه له راستنېدو سره هغه زموږ ښوونځي ته یو کمپیوټر خونه مرسته وکړه، څو زموږ ماشومان وکولی شي خپل نظر پراخ کړي او نړیوال لید ولري.

د هیلوګیانګ ولایتي ټولنیزو علومو اکاډمۍ څېړونکی جی هونګ وویل، چې له ۱۹۴۹ کال راهیسې چې د نوي چین بنسټ کېښودل شو، چین له ۴۰۰۰ نه زیات جاپاني جګړې یتیمانو سره مرسته کړې چې جاپان ته ستانه شي او له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

د دې یتیمانو اکثریت خپلوان د چینایي خلکو د مهربانۍ لپاره منندوی دي چې دوی یې لوی کړي دي. ځینې خپلې کیسې شریکوي څو د چینایي خلکو د سخاوت او مهربانۍ لپاره مننه وکړي او د دواړو اړخونو ترمنځ دوستانه تبادلې ته وده ورکړي.

د چي په نامه یو تن وویل، چې جاپاني یتیمان او د چینایي رضاعي والدین موږ ته یادونه کوي چې تاریخ هېر نه کړو او سولې او پرمختګ ته وده ورکړو، چې دا د چینایي او جاپاني خلکو ګډ هدف هم دی.

یو بل تن شیومورا وویل،کله چې جګړه پیل شي، بیا به یې په زرګونه خلک قربانیان وي د جاپاني خلکو باید د تېرې تجاوزي جګړې څخه درس واخلي.

په ۸۱ کلنۍ کې د یوکویاما روغتیا د خرابېدو په حال کې ده معلومه نه ده چې په راتلونکي کې به څو ځله چين ته راستون شي، هغه هيله لري چې له هر فرصت څخه په استفادې سره د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ مفکوره په خپلو خبرو او عملونو خپره کړي.

یوکویاما وویل د خپلو خبرو په پای کې وویل، که څه هم جګړې زه په یتیم بدل کړم، مګر زه د خپل پالونکي پلار په ګرمه غېږه کې ژوند وکړ چې زه یې په یاد لرم. د چین د کمونېست ګوند په مشرۍ چین یرغلګرو ته ماتې ورکړه، آزاد شو او د سولې هېواد شو. که څه هم زه جاپان ته راستون شوی یم خو زما زړه لا هم په چین کې دی او زه تل د چين د کمونېست ګوند او د چين د لویو چارواکو څخه مننه کوم.

سږ کال د ۱۹۴۵ کال د اګست ۱۵ مه نېټه د جاپان د بې قید او شرط تسلیمېدو ۷۹مه کلیزه وه، چې په دې سره دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري
وروستی خبرونه

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري

مارچ 10, 2026
م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
وروستی خبرونه

م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

مارچ 10, 2026
پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی
وروستی خبرونه

پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

مارچ 10, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved