چهارشنبه, مارچ 11, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

افغانستان لا هم د امریکا د تېرې شل کلنې پوځي مداخلې څخه زیانونه ویني

STR NEWS by STR NEWS
اگست 16, 2024
4 0
0
افغانستان لا هم د امریکا د تېرې شل کلنې پوځي مداخلې څخه زیانونه ویني
7
SHARES
25
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8390280.webm

افغانستان-جګړه/وروستی

ای‌ډي: 8390280

نېټه: وروستی

ځای: افغانستان

موده: دوه دقیقې او دوه څلوېښت ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-08-15 21:29

وروستی سمون: 2024-08-15 22:35

د اګسټ پر ۳۱مه،

بشپړ خبر

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له وتلو درې کاله تېرېږي خو لا هم دغه هېواد د امریکا د شل کلنې پوځي مداخلې له ژورو او دوامداره اغېزو سره لاس او ګرېوان دی.

وروسته له هغه چې امریکا له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه خپل شل کلن پوځي حضور ته په بشپړه توګه د پای ټکی کېښود.

خو د جګړې له کبله رامنځته شوې اغېزې لاهم افغانان ځوروي، او د قربانیانو کورنۍ متحده ایالات او متحدین یې تورنوي چې د شویو ظلمونو مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

د دغه هېواد په ډېری برخو کې لا هم د جګړې نښې پاتې شته دي. د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ولسوالۍ د بابوس کلي له هغو سیمو څخه ده چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پکې لسګونه کورونه بمبار کړي دي.

اختر محمد احمدي او کورنۍ چې له کلونو راهیسې د لوګر ولایت په بابوس کلي کې په کرنه بوخته ده. د ۲۰۱۹ کال په نیمایي کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له لوري یې د خپل کور په پرله پسې بمباریو کې د کورنۍ پنځه غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه وايي، د شپې شاوخوا ۹:۳۰ نهه نیمې بجې وې چې امریکايي ځواکونه زموږ پر کور چاپه ووهله، زما د کورنۍ ټول غړي ویده وو یو ورور مې له کوټې بهر او درې نور وروڼه په خپلو خونو کې ویده وو، هغوی یې له خوبه راویښ کړل او ټول  یې په ډزو ووژل.

په یو بله پېښه کې د هغه لور ليدا احمدي هغه ویجاړوونکې شپه یادوي چې امریکايي ځواکونو یې پر کور بمبار وکړ، هغه شپه نوموړې په دې پوهه شوه خپله یوه پښه یې له لاسه ورکړې ده. اوس هغه معلوله ده او هم د سختو رواني صدماتو سره مخ ده.

اغلې احمدي وايي، هغه وخت چې برید وشو ما په شا او پښو کې ډېر شدید او بد درد احساس کړ، او بیا وروسته پوهه شوم چې ما یوه پښه له لاسه ورکړې او وینه ترې بهېږي.

له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو د ځواکونو له وتلو لږ مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو، چې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي پکې ووژل شول. وروسته متحده ایالاتو دا پېښه  غمجنه تېروتنه وبلله او ادعا یې وکړه چې د دې برید موخه د داعش وسله وال وو.

د یو بلې زیانمنې شوې کورنۍ غړي اجمل احمدي وايي، چې دوی په ۲۰۲۲ کال کې امریکا ته کډه شوي، خو د امریکا د حکومت له ژمنو سره سره یې لږ مالي او رواني مرستې ترلاسه کړې ده.

هغه وايي، د امريکا حکومت زموږ د ملاتړ لپاره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې موږ امريکا ته د عادي کډوالو په توګه راوستل شوي یو. هغوی موږ ته هېڅ خساره نه ده راکړې او موږ په خپله له اقتصادي پلوه په ستونزو کې ښکېل يو.

افغان کارپوهان او چارواکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې پایلې د افغانستان اقتصادي وده او زېربناوې اغیزمنې کړې دي.

په ورته مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش وویل، له بده مرغه په افغانستان کې داسې کوم کلی، ولایت یا ولسوالي شاید نه وي چې امریکایانو پکې هوايي بریدونه یا چاپې نه وي وهلې

یو شمېر شنونکي وايي، چې د امریکايي پوځیانو حضور له نورو هېوادونو سره د افغانستان د همکارۍ هڅې هم اغېزمنې کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي، چې په افغانستان کې د امریکایانو او لوېدیځو هېوادونو د پوځي مداخلې یو لامل د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د چین د اقتصادي نفوذ مخنیوی هم و.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري
وروستی خبرونه

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري

مارچ 10, 2026
م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
وروستی خبرونه

م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

مارچ 10, 2026
پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی
وروستی خبرونه

پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

مارچ 10, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved