د روسیې سرحد سیمه / ووکسپ
ایډي: 8390197
نېټه: د اګست 14، 2024
ځای: روسیه
موده: دوه دقیقې او شپږ څلویښت ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-15 07:19
وروستی سمون: 2024-08-15 17:54
ویډيويي صحنې
بېلګراد ښار، روسیه – د اګست 14، 2024 دCGTN –
۱ـ د ښار د بېلابېلو منظرو ویډيويي صحنې، ترافیک
۲ـ په سیمه کې ګڼ شمېر ترافیک
۳ـ د بېلابېلو لارو او پیاده رونو ویډيويي صحنې
بشپړ خبر
د روسیې بېلګراد ښار چې د اوکراین پولې ته څېرمه په ۴۰ څلوېښت کلومترۍ کې موقعیت لري د کرسک ښار په شمال کې شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې د اوکراین د وروستیو پوځي بریدونو سره د چهارشنبې په ورځ پکې بېړنی حالت اعلان شو.
د بېړني اعلان سره سم د ښار ځینو اوسېدونکو په کډه کولو پیل کړی، خو نورو بیا د (CGTN) ) سره په مرکو کې ویلي چې په ښار کې ژوند نورمال دی او دوی د وتلو پلان نه لري.
د یادې سیمې یو ځایي اوسېدونکی وايي، چې دا زما کور دی دلته زېږېدلی او لوی شوی یم، نو زه فکر نه کوم چې زه د تګ لپاره کوم بل ځای ولرم. هغه وايي دا مې وطن دی، خو زه د وتلو دلیل نه وینم. همدا اوس دا غوره ده چې په مستقیم ډول له ننګونو سره مقابله وکړو او آرام واوسو.
یو بل تن اوسېدونکی وايي، د وروستیو پېښو سره سره، فضا ارامه ده خلک په سیمه کې خپل تګ او راتګ کوي زه په کوڅو کې په آرامۍ سره ګرځم، بسونه د معمول په څېر روان دي نو هر څه سم دي.
یوې ښځینه اوسېدونکې وویل، هرڅه سم دي او ارام حالت کې دي هېڅ هم نه دي بدل شوي. هټۍ خلاصې دي او هرڅه چې موږ ورته اړتيا لرو ټولې پوره کېږي.
يوې بلې اوسېدونکې وويل، چې اوس ډېری دوکانونه خلاص دي او ژوند د معمول په څېر دوام لري. ډېر خلک ځکه پاتې دي چې دلته کورونه او خپلوان لري نو ښار ژوندی او فعال دی هر څه پکې ښه روان دي.