\د چین مالياتي معلومات/جنوري-جولای
ایډي: 8390031
نېټه: د اګست 13، 2024/دوتنه
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اتلس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-13 04:28
وروستی سمون: 2024-08-13 05:02
ویډيويي صحنې
بشپړ خبر
د چین مرکزي بانک د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د یوانو پورونه ۱۳.۵۳ ټریلیون یوان (چې شاوخوا ۱.۸۹ ټریلیون امریکایي ډالر کېږي) زیات شوي دي.
د دغه راپور له مخې، چې د M2 د پیسو عرضه کولو یوه پراخه اندازه چې په جریان کې یې نغدې پیسې او ټولې زېرمې شاملې دي د تېر کال تر پایه په کال کې د ۶.۳ سلنه زیاتوالی موندلی. چې په تېر جولای میاشت کې یې ارزښت ۳۱.۳۰۳ ټریلیون یوان (چې ۳۳.۴۲ ټریلیون امریکایي ډالر کېږي) ته رسېدلی دی.
د M1 پیسو عرضه، چې د نغدو پیسو او تقاضا زېرمې پکې شاملې دي، د جولای په پای کې یې مجموعي مقدار ۶۳.۲۳ ټریلیون یوان و، چې د تېر کال په پرتله ۶.۶ سلنه کم شوی دی.
د لومړنيو شمېرو له مخې، چې د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د ټولنيز تمويل اندازه ١٨.٨٧ ټريليون يوان (چې نږدې ٢.٦٣ ټريليون امريکايي ډالره کېږي) ته لوړه شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٣.٢٢ میليارده يوانه (څه ناڅه ٤٤٩ میليارده امريکايي ډالره) کموالی ښیي.
دغه راز د تېرې جولای میاشتې تر پایه د يوانو پورونو مجموعي اندازه ٢٥١.١١ تريليون يوان (شاوخوا ٣٥.٠٤ ټريليون امريکايي ډالره) وه چې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ٨.٧ سلنه زياتوالى موندلی دی.