د ملګرو ملتونو-غزه پر ښوونځي برید/امنیت شورا
ایډي: 8389992
نېټه: د اګست 10/12، 2024/
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او یوه ثانیه
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: ویډيويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-08-13 20:37
وروستی سمون: 2024-08-14 00:27
نیویارک ښار د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر – د جولای 24، 2024 (CCTV)
۱ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، ملي بیرغ
۲- د ملګرو ملتونو بیرغ
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په غزې تړانګه کې د شنبې په ورځ پر یوه ښوونځي باندې د اسرائیلو وروستی هوايي برید چې بې ځایه شویو اوسېدونکو پکې پناه اخیستې وه د مرګ ژوبلې دوام وغانده.
د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په مرکزي ښار الدراج سیمه کې د الطبین ښوونځی په داسې حال کې په نښه کړ، چې په دغه ښوونځي کې مېشتو بې ځایه شویو خلکو د سهار لمونځ ادا کاوه.
د فلسطین طبي او امنیتي سرچینو ویلي، چې د دغه برید له امله لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، چې ښاغلی ګوترېش په غزه کې د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې په ګډون د روانې جګړې او دغه راز د الطبین په ښوونځي باندې د اسرائیلو خونړی برید په کلکو ټکو غندي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ماسپښین د فلسطین او اسرائیل د شخړې او په غزه کې د وروستي برید او نورو مسئلو په اړه یوه بېړنۍ غونډه وکړه چې د الجزایري پلاوي په غوښتنه جوړه شوې وه.
په یاده غونډه کې استازو د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک چې د جون په میاشت کې تصویب شوی و، د حماس او اسرائیلو ترمنځ د درې پړاوه اوربند د جامع تړون وړاندیز کولو لپاره په بېړنۍ توګه د پلي کېدو اړتیا څرګنده کړه.
بل خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سلوانیا ځانګړي استازي سامویل زبوګر ویلي، چې ملګري ملتونه باید دواړو لورو ته دا پیغام واستوي چې اوس د اوربند د موافقې د نهايي کولو وخت دی.