د چین شينجيانګ /هوایی ډګرونه
ایډي: 8389575
نېټه: د اګست 8، 2024
ځای: شینجیانګ، چین
موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-10 19:13
وروستی سمون: 2024-08-11 22:32
ویډيویي صحنې
د چین شمال لوېدیځ – د اګست 8، 2024 (CCTV)
۱ـ د هوايي ډګر ویډيويي صحنې
۲ـ د پارکینګ بېلابېلې صحنې
۳ـ د هوایي ډګر ترمینل
۴ـ د هوایي ډګر ګڼ شمېر کارمندان
بشپړ خبر
د چين په شمال لوېديځ د شينجيانګ په قيتای سیمه کې د پنجشنبې په ورځ يو نوی هوايي ډګر په فعاليت پيل وکړ. چې په دې سره په دغه سيمه کې د ملکي هوايي ډګرونو ټول شمېر ۲۶ ته ورسېد.
د چينايي ايکسپريس هوايي شرکت د خبر له مخې، لومړۍ الوتنه د پنجشنبې په سهار د شينجيانګ د لوېديځ د کاشغر ښار له يوه هوايي ډګر څخه له نږدې دوه ساعته مزل وروسته د قيتای په جیانګبولاک هوايي ډګر کې ښکته شوه.
تمه کېږي چې دغه نوی هوایي ډګر به په کلني ډول د ۴۷۰,۰۰۰ تنو مسافرینو د تګ او راتګ او دغه راز د ۱,۰۰۰ ټنو کارګو او برېښنالیکونو د لېږدولو چارې سمبالې کړی شي. اوس مهال د هوايي ډګر شپږ الوتنې فعالې دي چې قیتای د شينجيانګ دننه او بهر د اتو ښارونو سره نښلوي.
شينجيانګ چې د خپلې سيمې او بډايه سيلانيزو سرچينو په لرلو سره د چين د ټولو کورواکو سيمو او ولایتونو په منځ کې تر ټولو زيات هوايي ډګرونه لري، په پام کې لري چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې د خپلو ملکي هوایي ډګرونو شمېر ۳۳ ته لوړ کړي.