د چین فسټیوال / جشنونه
ایډي: 8389656
نېټه: د اګست 9-10، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دوه څلویښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-10 11:48
وروستی سمون: 2024-08-10 17:03
ویډيويي صحنې
جنوبي چین – د اګست 9، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د جشن د نمانځلو لپاره ګڼ لاسي صنایع
۲ـ ګڼ فعالیتونه روان دي
بشپړ خبر
د چين په بېلابېلو برخو کې د چي شي فستيوال چې د چين د مینانو د ورځې په نامه هم يادېږي، د ګڼو په زړه پورې کلتوري فعاليتونه سره ونمانځل شو.
د چي شي په نامه دغه فسټيوال چې د دوه زره کلنې افسانې پر بنسټ د دوو مينانو له کیسې څخه رامنځته شوی د چين د قمري کال د اوومې مياشتې په اوومه نېټه نمانځل کېږي.
د چین د ګوانګ دونګ ولايت په ژوکون کلي کې د چي شي د جشن دوديز دودونه په ښه توګه ساتل شوي دي. د کال په دې وخت کلیوال ډېری وختونه د مینانو د وقف شوې ورځې د درناوي لپاره لاسي صنایع هم جوړوي.
په دغه فسټیوال کې د هنر نندارتونونه هم ترسره کېږي چې خلکو ته اجازه ورکوي چې د دې دوديز جشن رومانتيک احساس او همدارنګه د چين د دوديز کلتور ژورتيا تجربه کړي.
د یادونې وړ ده چې د یاد فسټیوال پر مهال د چين په شمال لوېديځ کې د ګان سو ولايت کې د چي شي د جشن د دود او د سيمې د ځايي کلتور د څرګندولو لپاره يو لړ موضوعاتي فعاليتونه هم تر سره شول.
دغه راز د شان دونګ ولايت په يي يوان سیمه کې د عصري او ساده ودونو د دودولو لپاره د ولسي کلتور نندارتون هم تر سره شو.
په دې ځانګړې ورځ د چين په مرکزي های نان ولايت کې ۷۷ کسانو د ډله یيز واده له لارې واده وکړ.
د چين د ختيځ د جيانګ شي ولايت په ووچينګ ښار کې هم سلو تنو جوړو واده وکړ او د ګډ دوديز واده مراسم يې تر سره کړل.