د یمن سېلابونه/ تلفات
ایډي: 8389544
نېټه: د اګست 6-7، 2024
ځای: یمن
موده: یوه دقیقه او شپږ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-09 10:31
وروستی سمون: 2024-08-09 12:06
ویډيويي صحنې
یمن د الحدیده ولایت، – اګست 6-7، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱-د سېلاب ځپلو سړکونو او پیاده لارو ویډيويي صحنې
۲ـ باران کې د پارکینګ ويډيويي صحنې
۳ـ د استوګنې ودانۍ بېلابېلې برخې زیانمنې شوې دي
۴ـ د سېلاب ځپلې ټولنې انځور
بشپړ خبر
د یمن د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو په وینا، چې د دغه هېواد په شمال کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې حوثي رسنیو د لسګونو نورو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه سیمه کې ډېری درې بندې شوې دي، چې له امله یې د ژغورنې هڅې ستونزمنې کړې دي.
دوی دغه راز تایید کړې، چې سېلابونو بنسټيزو تاسيساتو او شتمنيو ته هم د پام وړ زيانونه اړولي دي.
په ورته وخت کې د یمن د هوا پېژندنې ملي مرکز په ټول هېواد کې د احتمالي بارانونو د دوام خبرداری ورکړی او خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې له سېلاب ځپلو سیمو څخه لرې او خوندي پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د یمن حوثي یاغیانو د پلازمېنې صنعا او د دغه هېواد ډېرې نورې برخې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې یاد هیېواد له سختې جګړې سره مخ شوی دی، که څه هم د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب اوربند جګړه کمه کړه، خو حکومت لا هم له سترو اقتصادي ستونزو او سیاسي وېش سره لاس او ګرېوان دی.
تمه کېږي چې وروستي طبیعي ناورین به د هغو خلکو لپاره ژوند نور هم سخت کړي چې دمخه یې د پراخې بې وزلۍ، لوږې، او لومړنیو خدماتو ته له محدود لاسرسي سره مخ و.