چین د بریښنایي موټرو تعرفه/ د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO)
ایډي: 8389542
نېټه: د اګست 9، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او پنځلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-09 07:10
وروستی سمون: 2024-08-09 07:14
ویډیويي صحنې
چین بېجینګ، – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د سوداګرۍ وزارت د دفتر ودانۍ
بلجیم بروکسل – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د اروپايي کمیسیون د مرکزي دفتر برلامونټ ودانۍ مخې ته د اروپايي اتحادیې بیرغونه
چین شانګهای، – 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ په بندر کې د صادراتو لپاره د موټرو ویډيويی صحنې
بشپړ خبر
چین د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې له دغه هېواد څخه د بریښنایي موټرو (EVs) وارداتو باندې د موقتي اضافي تعرفو د لګولو په اړه د اروپایي اتحادیې د پرېکړې په وړاندې یې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) ته عرض کړی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په دغه بیان کې زیاته کړې، چې د دې غوښتنې موخه د بريښنايي وسايطو د صنعت د پرمختګ د حقونو او ګټو ساتنه او د نړيوال زرغون لېږد په بهير کې همکاري ده.
د یادونې وړ ده چې د جولای په لومړیو کې د اروپایي کمیسیون اجرایوي ادارې پرېکړه وکړه چې په چین کې جوړ شوي بریښنایي موټرو باندې به ۳۷.۶ سلنه موقتي تعرفې وضع کړي.
نوموړي وياند دا هم ویلي، چې د اروپايي ټولنې لومړنۍ پرېکړه حقوقي بنسټ نه لري، د هغه په خبره چې دا د نړيوال سازمان له مقرراتو څخه په جدي توګه سرغړونه ده او د اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته زيان رسوي.
وياند زياته کړه چې چين له اروپايي ټولنې غواړي چې سمدلاسه خپلې غلطې کړنې سمې کړي او په ګډه سره د چين او اروپايي ټولنې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ثبات وساتي او د بريښنا د صنعت او اکمالاتو سلسله په سمه توګه پرمخ يوسي.