بنګله دیش – سیاسي کړکیچ / نظم
ای ډي: 8389370
نیټه: د اګست 7، 2024
ځای: بنګله دېش
موده: یوه دقیقه اودولس ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-08 06:13
وروستی سمون: 2024-08-08 06:18
ویډيويي صحنې
بنګله دیش د ډاکه ښار، – اګست 7، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ نظامي وسایط، په سړک کې ګڼ شمیر سرتیري
۲ـ په سړکونو کې موټرې ترافیک
۳ـ خلک د بنګله دیش د ملي بیرغ سره
بشپړ خبر
وروسته له هغه چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی محمد یونس د پنجشنبې په ورځ د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو ورسره بنګله دیش کې د سړکونو ترافیک او عامه نظم تر ډیره حده بیرته عادي حالت ته راستون شوی.
د ولسمشر په رسمي استوګنځي بنګبهان کې د درې ګونو قواوو، د پوځ، سمندري او هوايي ځواکونو له مشرانو او د محصلینو د غورځنګ له همغږي کوونکو سره له یوې اوږدې ناستې وروسته پریکړه وشوه چې محمد یونس د موقتي حکومت مشر وټاکل شو.
محمد یونس چې د طبي دلایلو لپاره د فرانسې په پاریس کې و. رپوټونو کې ویل شوي چې هغه د پنجشنبې په ورځ له راستنېدو وروسته خپل نوې دنده پر غاړه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده چې د بنګله دیش د پوځ غړي د عامه ملکیتونو او د مهمو دولتي تاسیساتو په ساتنه بوخت دي. عامو خلکو ته سپارښتنه شوې چې د هر ډول احتمالي تخریبي فعالیتونو، تاوتریخوالی یا مرګ ګواښونو په صورت کې د خپلو نږدې اردو اډو سره اړیکه ونیسي.
وروسته له هغې چې پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د دوشنبې په ورځ د پرلپسې اعتراضونو له امله له هېواده وتښتېده، په بنګله دېش کې پراخې ګډوډې او تاوتریخوالی رامنځ ته شو. چې وروسته یې په ځواب کې پوځ په ټول هیواد کې محتاطانه دریځ خپل کړ.
د یادونې وړ ده چې د سه شنبې راهیسې د بنګله دیش ځوانو محصلینو په ټول هیواد کې د پاکوالي کمپاین پیل کړی دی. دوی د پلازمینې ډاکه په ګډون په بیلابیلو ولسوالیو کې سړکونه او لویې لارې پاکې کړې دي.
په داسې حال کې چې دفترونه، محکمې، دولتي او خصوصي بنسټونه بیا پرانبستل شوي او په پلازمینه کې سړکونه هم عادي حالت ته راستانه شوي، خو د امنیتي دلایلو له امله پوهنتونونه لاهم تړلي پاتې دي.