مصر او لبنان د بهرنیو چارو وزیران
ایډي: 8389188
نېټه: د اګست 6، 2024
ځای: مصر
موده: یوه دقیقه او پنځه ثانیې
سرچینه: CGTN))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-07 20:53
وروستی سمون: 2024-08-07 22:05
ویډيويي صحنې
مصر نوې اداري پلازمېنه، – اګست 6، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي، ګډونوال
۲ـ غږ (عربي) د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بو حبیب
۳ـ بېلابېل مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي، ګډونوال
بشپړ خبر
د مصر او لبنان د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې په یوه ګډه خبري غونډه کې د منځني ختیځ د شخړو د زیاتېدو د مخنیوي په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي او د هغه لبناني سیال عبدالله بوحبیب په منځني ختیځ کې د وروستیو پرمختګونو په اړه له یو بل سره خبرې اترې کړې او ویلي، چې د اسراییلو اقدامات په سیمه کې د امنیت او ثبات د هڅو خنډ ګرځي.
د خبري کنفرانس په ترڅ کې، دواړو ډیپلوماټانو موافقه وکړه چې د اسراییلو وروستي اقدامات د جګړې د اوږدولو لپاره د دغه هېواد د ارادې څرګندونه کوي.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر بوحبیب تایید کړه چې د هغه حکومت د ایران له ملاتړې وسله والې ډلې حزب الله سره په خبرو اترو بوخت دی څو د اسراییلو د ورستیو اقداماتو د مخنیوي لپاره تر ټولو مؤثره تګلاره وټاکي.
هغه ټینګار وکړ په داسې حال کې چې لبنان د یوې پراخې جګړې د مخنیوي په لټه کې دی، بل خوا د اسراییلو زیاتېدونکي بریدونه د دغه هېواد د حکومت د صبر ازموینه کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام سره وویل، هغه مهال چې د اسراييلو بريدونه يوازې پر لبنان وو موږ د حزب الله سره همغږي وو څو یو داسې ځواب پیدا کړو چې د جګړې لامل نه شي. خو نن ورځ د اسراییلو په پراخو بریدونو سره وضعیت بدل شوی دی.
په ورته مهال د مصر د بهرنیو چارو وزیر عبدالعاطي ویلي، چې مصر به د جګړې پر ټولو خواوو ټینګار وکړي چې له زغم څخه کار واخلي او په سیمه کې د بشپړې جګړې د پیلېدو مخه ونیسي.
نوموړي دغه راز د مصر د سیاسي وژنو او د نورو هېوادونو د حاکمیت په نښه کولو او غندلو په ردولو ټینګار وکړ او له سیمه ییزو لوبغاړو سره د خبرو اترو له لارې یې د لبنان د ملاتړ لپاره د مصر ثابت دریځ روښانه کړ.
هغه ویلي، چې د مشورې او ګډې همغږۍ له لارې، موږ د تاوتريخوالي د مخنيوي او د سيمې پر امنيت او ثبات د هغې د خطرناکو اغېزو د اداره کولو لپاره د بېړنۍ اړتيا په اړه موافقې ته رسېدلي يو.








