د چین ولسمشر شي / د میراث ساتنه
ای ډي: 8389067
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او لس ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-06 22:51
وروستی سمون: 2024-08-07 01:16
ویډيويي صحنې
چین بیجینګ، – نیټه معلومه نه ده (CCTV ) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د بېجینګ د مرکزي محور ویډيويي صحنې
۲ـ په ډبرو باندې د بیجینګ مرکزي محور بیلابیل نښې او لوګوګانې
چین بیجینګ – وروستی (CCTV -) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د لرغونو ودانیو انځورونه او د بیجینګ په مرکزي محور کې د منظرې ویډيويي صحنه
بشپړ خبر
د چین ولسمشر شي جين پينګ د دغه هېواد د کلتوري او طبيعي خزانو د ساتنې او په نوې زمانه کې د هغو د ښکلا د تازه کولو لپاره د لا زياتو کوښښونو غوښتنه کړې ده.
شي جين پينګ چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي او د مرکزي پوځي کميسيون مشري هم کوي،په خپله یوه وروستۍ لارښونه کې د هېواد د کلتوري او طبعي ميراثونو د ساتنې او کارولو پر اړتيا ټينګار کړی دی.
دا لارښوونه وروسته له هغه شوې، چې د چین یو کلتوري او دوه طبعي میراث ځایونه د روان ۲۰۲۴کال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان (یونیسکو) لخوا د نړیوال میراث په لیست کې شامل شول.
د یادونې ده، چې یونیسکو د هند په نوي ډیلي کې د نړیوال میراث کمیټې د ۴۶مې غونډې په جریان کې د نړیوال میراث په لیست کې د دریو نویو ځایونو اضافه کولو اعلان وکړ.په نوي لیکل شویو ځایونه کې د بیجینګ مرکزي محور، د بدین جاران صحرا د ژیړ سیند او د چین د بوهای خلیج په اوږدو کې د مهاجرت مرغیو پټنځایونه شامل دي.
ولسمشر شي جين پينګ یې په اړه ویلي،چې د دغو ميراثي ځايونو زياتول او شاملول د چين د عصري کولو لپاره خورا مهم او مثبت اهميت لري. نوموړي زیاته کړې، چې دا د مادي کلتوري او اخلاقي پرمختګ د بشريت او طبيعت ترمنځ همغږي رامنځته کوي.
نوموړي د کلتوري او طبعي ميراثونو د هراړخيزې او منظمې ساتنې د پياوړتيا او د خلکو د اړتياوو د پوره کولو لپاره له هغو څخه د ښه استفادې لپاره د يو فرصت په توګه د اخيستلو غوښتنه وکړه.
هغه دغه راز په دې برخه کې د نړيوالې تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا او د نړيوال تمدن د نوښت د عملي کولو او د بشريت د ګډې راتلونکې سره د يوې ټولنې د جوړولو لپاره د لا زياتې مرستې غوښتنه هم وکړه.
د ویلو وړ ده چې چین اوس مهال په ټولیزه توګه ۵۹ نړیوال تاريخي ميراث ځایونه لري.