سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

سوډاني وګړي د خوړو له جدي ناورین سره مخ دي

STR NEWS by STR NEWS
اگست 7, 2024
4 0
0
سوډاني وګړي د خوړو له جدي ناورین سره مخ دي
6
SHARES
23
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8389034.webm

سوډان- د خوړو او کرنې سازمان /د خوړو ناورین

ای‌ډي: 8389034

نېټه: د اګست 5، 2024

ځای: سوډان -ایټالیا

موده: یوه دقیقه او وویشت ثانیې

سرچینه:  CCTVاو   CGTN

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-08-06 01:50

وروستی سمون: 2024-08-06 05:54

ویډیويي صحنې

روم، ایټالیا – د اکتوبر 14، 2022 (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د ملګرو ملتونو بیرغونه، د بېلابېلو هېوادونو بیرغونه

۲ـ د خوړو او کرنې سازمان (FAO) بېلابېل لوګوګانې

بشپړ خبر

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې سوډان د خوراکي توکو د کمښت له خورا سخت ناورین سره مخ دی.

د خپاره شوي راپور له مخې، په سوډان کې اوس مهال نږدې ۲۵.۶ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي، چې له هغې جملې  ۷۵۵۰۰۰ یې په خورا جدي پړاو کې دي، چې د خوراکي ناامنۍ د ناورین کچې په توګه یاده شوې ده.

په ورته مهال کې د یاد سازمان عمومي مشر کیو دونگ ویلي، په داسې حال کې چې د قحطۍ مخه نیول کېدای شي، خو په هغه صورت کې چې د جګړې ټول اړخونه سمدستي جګړه ودروي، ځکه چې سوله د خوړو د خوندیتوب لپاره خورا اړینه چاره ده.

د یاد سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د سوډان اقتصاد په کرنه پورې تړلی دی، چې د وګړو نږدې ۶۵ سلنه نفوس یې په کرنه بوخت دی. ځکه روانې جګړې په جدي توګه د کرنې فعالیتونه ګډوډ او زیانمن کړي او د خوړو خوندیتوب او تغذیې ته یې د پام وړ ستونزې جوړې کړې دي.

د سوډان په ځینو سیمو کې د روانې اګست څخه تر سپټمبر میاشتې پورې د معمول په شان ډېر باران او د تودوخې د لوړوالي اټکل شوی دی. احتمالي سېلابونه کولی شي د فصلونو او څارویو د زیانونو خطر زیات کړي او دغه راز د محدودې مرستې سره سره د خوراکي توکو رسولو شرایط خراب کړي او د سختې لوږې خطر به لا نور هم زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې سوډان د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې له نیمايي راهیسې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو (SAF) او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) تر منځ په مرګونې جګړه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۶۶۵۰ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د جون په ۲۵ مه د خپرو شویو شمېرو له مخې، د جګړې له پیلېدو راهیسې تر ۷.۷ میلیونو ډېر خلک په کور دننه بې ځایه شوي دي، او دغه راز  نږدې ۲.۲ میلیونه نور ګاونډیو هېوادونو ته وتلي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي
وروستی خبرونه

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي

اکتوبر 6, 2026
کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي
سپورت

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي

اکتوبر 6, 2026
مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو
وروستی خبرونه

مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو

اکتوبر 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved