تانزانیا-چین/ګډ تمرینات/د اور وژنې پړاو
ایډي: 8389025
نېټه: وروستی
ځای: تانزانیا
موده: یوه دقیقه او اووه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-06 01:06
وروستی سمون: 2024-08-06 01:10
ویډيويي صحنې
تانزانیا – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په بحر کې بېلابېلې جنګي بېړۍ
۲ـ په جنګي بېړۍ کې عسکر
۳ـ کښتۍ، سرتېري
بشپړ خبر
د چین او تانزانیا ترمنځ د روان ۲۰۲۴ کال د سولې او یووالي په ګډ پوځي تمریناتو کې د ګډ سمندري بېړیو د سې شنبې په ورځ په بریالیتوب سره ټول سمندري تمرینونه بشپړ کړل. او بېړۍ اوس دارالسلام بندر ته راستانه شوې.
دغه ګډ تمرینات چې د جولای په۲۹مه نېټه پیل شو د ترهګرۍ ضد عملیاتو باندې یې تمرکز درلود، دغه راز د چين او تانزانيايي پوځيانو په ګډو هڅو سره دغه عملیات او تمرینات ترسره کړل.
د یادونې وړ ده چې د ګډو تمریناتو موخه د ژوندي اور وژنې په برخه کې د ختیځې تانزانیا له ساحل څخه د خوندي سمندري ټرانسپورټ ډاډ ترلاسه کول وو. دغه راز د چین سمندري بېړۍ ووزیشان، د توغندي ویجاړوونکی انداخت او د تانزانیا څلور ګزمې کښتیو په ګډو تمریناتو تر سره کړل چې پکې د اصلي ټوپک ډزې، د ګډې پلټنې او ژغورنې عملیات، د تروریزم او سمندري غلو پر ضد عمليات، د ځايونو پلټنې او ګډې ګزمې شاملې وې.
د پوځي تمرین ګډونوالو ویلي، چې د دواړو هېوادونو پوځي سرتېرو د تمرینونو له لارې د پام وړ تبادلې او پرمختګونه ترلاسه کړي دي.
د دغه ماموريت يو افسر لي مينګ ژو وويل، چې د سمندري پړاو له پيل څخه مخکې، دواړو خواوو د مهمو جزئياتو د ښه کولو او په بشپړه توګه د چمتو کولو لپاره د عمل نمونې ترسره کړې. او همدارنګه د څو سيمه ييزو او څو سمندري تمرينونو له لارې، دواړو خواوو په مسلکي برخو کې ژورې تبادلې هم وکړې.