اندونیزیا/ختیځ تیمور- پلاوی
ایډي: 838893
نېټه: د اګست 2، 2024
ځای: ختیځ تیمور اندونیزیا
موده: یوه دقیقه او دیارلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايی وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-05 06:03
وروستی سمون: 2024-08-05 06:08
ویډيويي صحنې
اندونیزیا – د جولای 28، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ خبري ناسته روانه ده
۲ـ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نړيوالې څانګې مرستيال سون های يان د بېلا بېلو ويناوو پر مهال، ګډونوال
بشپړ خبر
د چين د کمونېست ګوند يوه پلاوي د جولای میاشتې له ۲۸مې نېټې څخه د اګست میاشتې تر ۲مې نېټې پورې له اندونيزيا او ختیځ تيمور څخه رسمي ليدنه وکړه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نړيوالې څانګې د مرستيال سن هايان په مشرۍ پلاوي له یادو هېوادونو څخه د ليدنو کتنو په ترڅ کې د لویو او مخکښو سياسي ګوندونو له مشرانو او د رسنيو له استازو سره خبرې اترې کړې دي. دوی دغه راز د دوه اړخيزو اړيکو، په بېلابېلو ساحو کې پر همکارۍ تمرکز کړی او همدارنګه د جولای په مياشت کې د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې د مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې پايلې هم په یاد سفر کې ارزول شوې دي.
په ورته مهال کې د دواړو کوربه هېوادونو چارواکو ویلي، چې دوی په دې باور دي چې چين به د عصري کېدو په ځانګړې تګلارې سره نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي چې د سيمې د پرمختګ لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.