د چین- موټرو نندارتون/ شينجيانګ
ایډي: 8388771
نېټه: د اګست 2، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-04 01:17
وروستی سمون: 2024-08-04 04:50
ویډيويي صحنې
شمال لوېدیځ چین – د اګست 2، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د موټرو د نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې چارواکي
۲ـ په نندارتون کې لیدونکي
۳ـ د نندارتون انځور
بشپړ خبر
د ۲۰۲۴ کال د موټرو د صادراتو او وارداتو لومړی نړيوال نندارتون د جمعې څخه تر يکشنبې پورې د چين په شمال لوېديځ د شينجيانګ کورواکې سیمې د هرګوس په ښار کې تر سره شو.
په دغه نندارتون کې چې د چين او قزاقستان پر پوله د هورګوس ښار د نړيوالې سرحدي همکارۍ په مرکز کې تر سره شو، پکې نږدې ۹۳ شرکتونو ګډون کړی و.
د دغه نندارتون موخه په منځنۍ اسيا کې د موټرونو د صنعت په ټولو پړاوونو کې د همکارۍ پياوړتيا او له نويو اقتصادي فرصتونو څخه د ګډې اخيستنې هڅونه ده.
په یاده نندارتون کې ګډون کوونکو د اکمالاتو، ساتنې، د منابعو په اغېزناکه کارونه، او دغه راز د چاپېریال دوستانه تجهیزاتو پراختیا او د ګډ کار کولو په اړه هم ژورې خبرې اترې وکړې.
د دغه نندارتون تنظیم کوونکي وايي، چې دا نندارتون د موټر په صنعت کې د نړیوالې همکارۍ د ودې لپاره تر ټولو مهم نندارتون ګڼل کېږي. او همدارنګه دا د مسلکیانو، سوداګرو، او د موټر چلوونکو لپاره د بازار په اړه زده کړه، تجربې شریکولو، او نوي سوداګریزې اړیکې رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت هم برابروي.