د چین د باد برېښنا پروژه / تبت
ایډي: 8388785
نېټه: د جولای 31، 2024
ځای: چین تبت
موده: ۵۰ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-04 04:20
وروستی سمون: 2024-08-04 04:24
ویډيويي صحنې
د چین سوېل لوېدیځ – د جولای 31، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په لوړه ارتفاع کې د باد د برېښنا د تولید او د انرژۍ د ذخیره کولو پروژې د جوړولو د مراسمو صحنې او انځورونه
۲ـ سکرین د پروژې جریان ښیي
۳ـ ګڼ غرونه، لویې لارې
بشپړ خبر
د چهارشنبې په ورځ د چين په جنوب لوېديځ کې د تبت سيمې په ناګکو ښار کې د نړۍ تر ټولو لوړه د باد او برېښنا د انرژۍ د زېرمه کولو پروژې د جوړولو چارې پيل شوې.
دغه پروژه چې ټاکل شوې په ۲۰۲۵ کال کې بشپړه شي، د چین د هغو هڅو یوه بله بېلګه ده چې په لوړو ارتفاع لرونکو سیمو کې د پاکې انرژۍ د پراختیا لپاره جوړېږي.
دا پروژه به د ۱۰۰ میګاواټو په اندازه ظرفیت ولري،ا و دغه راز د باد توربینونه به په هغو ځایونو کې نصب شي چې په اوسط ډول ۵۰۰۰ متره لوړوالی لري.
د پروژې د انرژۍ ذخیره کولو سیسټم به د څلورو ساعتونو په موده کې ۸۰۰۰۰کیلو واټ پر ساعت برېښنا چمتو کړي.
د انرژۍ پانګونې ګروپ د ناګکو څانګې مرستیال هو جیان شینګ د یادې پروژې په اړه وویل، دغه پروژه چې د سيچوان ولایت د لويې لارې او د چينګ های او تبت سیمې د لويې لارې په ساحه کې موقعيت لري او په بشپړېدو سره به يې هر کال شاوخوا ٢٣٧ میليونه کيلو واټ پر ساعت برېښنا توليد شي. او دا به د انرژۍ په برخه کې د شمالي تبت سیمې لپاره قوي انرژي برابره کړی شي.