ایډي: 8388109
نېټه: د جولای 30، 2024
ځای: شانګهای
موده: یوویشت ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-30 06:28
وروستی سمون: 2024-07-30 06:31
ویډيويي صحنې
چین شانګهای – د جولای 30، 2024 (CGTN)
۱. الوتکه
۲ـ د ایټالیا ملي بیرغ
۳ـ د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني له لور سره د الوتکې له زینو څخه د ښکته کېدو پر مهال
۴ـ په هوایي ډګر کې د میلوني تود هرکلی کېږي
بشپړ خبر
د ايټاليا لومړۍ وزيره جورجيا ميلوني چين ته د خپل پنځه ورځني رسمي سفر په وروستي پړاو کې د سې شنبې په ورځ د چين د ختيځ مالي مرکز شانګهای ته ورسېده. ټاکل شوې نوموړې نن چهارشنبه چین ته خپل پنځه ورځنی سفر پای ته ورسوي.
په شانګهای کې د هغې د پاتې کېدو په جریان کې به له ځایي چارواکو سره د نويو سوداګریزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي. له هغې سره د یاد سفر په ترڅ کې د هغې لور، د موټرو ټایر جوړوونکي پیرلي شرکت مشر د انرژي شرکت او لوکس برانډ ډولس او ګبانا پشمول د ایټالیا مخکښ متشبثینو یو هیئت ډله شامله ده.
د یادونې وړ ده چې اغلې میلوني د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل او دواړو لورو د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړه.
د یادې کتنې پر مهال شي جين پينګ ویلي وو، چې چين د ايټالوي شرکتونو تود هرکلی کوي چې په چين کې پانګونه وکړي او چمتو دی چې له ايټاليا څخه زيات باکيفيته توليدات وارد کړي. په ځواب کې میلوني ویلي وو، چې هېواد یې هیله لري چې له چین سره د انرژۍ د نویو وسایطو او مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ به په زیاتو برخو کې همکارۍ لا ژورې کړي.