د ایران نوی ولسمشر
ایډي: 8387861
نېټه: د جولای 28، 2024
ځای: ایران
موده: یوه دقیقه او څوارلس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 29-07-2024 00:51
وروستی سمون: 29-07-2024 03:56
ویډيويي صحنې
۱ـ د ښار لید
ایران تهران – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د ایران ملي بیرغ
تهران، ایران – 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د ښار بېلابېلې منظرې
۴ـ د ایران ملي بیرغ
۵ـ ترافیک
بشپړ خبر
د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه يي د یکشنبې په ورځ په رسمي توګه مسعود پزشکیان د ایران د نهم ولسمشر په توګه تایید کړ.
خامنه يي د ایران په پلازمېنه تهران کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د موقت ولسمشر محمد مخبر لخوا صادر شوی فرمان تایید کړ او په رسمي ډول یې مسعود پزشکیان د ایران د راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکه.
د ویلو وړ ده، چې پزشکیان د جولای میاشتې په شپږمه نېټه د ایران د اټومي مذاکره کوونکي پخواني مشر سعید جلیلي پر وړاندې د دویم ځل ټاکنو له ګټلو وروسته د ایران راتلونکی ولسمشر اعلان شو.
په یادو مراسمو کې خامنه اي وويل، چې د ايران د بهرني سياست لومړيتوبونه له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو ښه کول او له ملاتړو هېوادونو سره د اړيکو پياوړي کول دي.
پزشکیان د خپل فرمان له ترلاسه کولو وروسته ټینګار وکړ چې ایران باید له نړۍ سره په رغنده توګه ملګرتیا وکړي او په یوه باامنه او قوي هېواد بدل شي چې د یوه جامع دفاعي سیسټم په وسیله خوندي وي.
د یادونې وړ ده چې د لوړې مراسم به نن د سې شنبې په ورځ په تهران کې ترسره شي.