د وینزویلا ولسمشریزې ټاکنې
ایډي: 8387855
نېټه: د جولای 28، 2024
ځای: د بولیوریا جمهوریت وینزویلا
موده: یوه دقیقه او درویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-28 18:53
وروستی سمون: 2024-07-28 20:05
ویډيويي صحنې
وینزویلا کاراکاس – د جولای 28، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د رایې ورکولو پر مهال
۲ـ د رای ورکولو د مرکز څخه بهر مختلف رایه ورکوونکي
۳ـ رایه ورکوونکي د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د معلوماتو کتلو پر مهال
۴ـ د رای ورکونې د مرکز څخه بهر په کتار کې د رای ورکوونکو انتظار ځای
بشپړ خبر
د وینزویلا خلکو د یکشنبې په سهار په ټول هېواد کې د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل څو خپل راتلونکي ولسمشر ته رایه ورکړي، چې دا په رسمي ډول د سویلي امریکا په هېواد کې ۲۰۲۴کال د دې مهمې ډیموکراتیکې پروسې پیل په نښه کوي.
په ټاکنو کې د اوسني ولسمشر نیکولاس مادورو په ګډون ټول لسو نوماندانو د ولسمشرۍ لپاره سیالي وکړه.
دغه راز د ټاکنو د څارنې او ښه تضمین لپاره په ټول هېواد کې د ملي او نړیوالو بنسټونو څه باندې ۱۰۰۰ څارونکي ګومارل شوي وو.
رایه اچونه د یکشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د ماښام په ۶بجو پای ته ورسېده، تمه کېږي لومړنۍ پایلې پر ځایي وخت د شپې وروسته اعلان شي.
په ټول هېواد کې د رای ورکولو څه باندې ۱۵۰۰۰ مرکزونه د ۲۱ میلیونو څخه د زیاتو رای ورکوونکو د رایې اچونې لپاره جوړ شوي وو.
د ملي ټاکنو شورا (CNE) د مشر ایلوس اموروسو په وینا، چې د یکشنبې تر سهار پورې، په وینزویلا کې د رایې ورکولو ۹۵ سلنه مرکزونه فعال وو.
د ملي ټاکنو شورا (CNE) د مشر ایلوس اموروسو رسنیو ته په خپل لومړني راپور کې چې د ټاکنو پوښښ یې کاوه، اعلان وکړ چې په وینزویلا کې د رایې ورکولو شرط یوازې د ملي کارت یا تذکرې او قانوني سن درلودل و.
د وینزویلا حکومت د ټاکنو د ښه ترسره کېدو او ډاډ ترلاسه کولو لپاره په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۸۰,۰۰۰ پولیس ځای پر ځای کړي و څو نظم وساتي.
د ویلو وړ ده چې د ټولټاکنو په جریان کې د عامه غونډو او په عامه ځایونو کې د څښاک پلورل منع شوي و، دغه راز د موقتي پولو کنټرول تدابیر هم پلي شوي و.
د وینزویلا په ټاکنو کې، هغه نوماند چې په لومړي پړاو کې تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي د ساده اکثریت سیسټم له مخې ولسمشر ټاکل کېږي.