د چین–ایټالیا لومړي وزیر/رارسېدل
ای ډي: 8387694
نېټه: د جولای 27، 2024
ځای: چین
موده: ۳۱ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-07-2024 04:18
وروستی سمون: 2024-07-27 04:52
ویډيويي صحنې
چین بېجینګ، – د جولای 27، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د الوتکې صحنه
۲ـ د ايټاليا د لومړي وزير جورجيا ميلوني بيلابيل صحنې د الوتکې څخه ښکته کېدلو پر مهال
۳ـ د میلوني بیلابیل صحنې
۴ـ میلوني له ګڼو چینايي چارواکو سره د ښه راغلاست پر مهال
بشپړ خبر
پرون د شنبې په ورځ ماسپښين د ايټاليا لومړۍ وزیره جورجيا ميلوني د چين د لومړي وزیر لي چيانګ په بلنه د خپل پنځه ورځني سفر لپاره بېجينګ ته ورسېده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د چين ولسمشر شي جين پينګ به له ميلوني سره وګوري دغه راز لومړی وزیر لي او د پارلمان مخکښ غړی ژاو لي جي به هم په جلا جلا لیدنو کې له هغې سره وګوري او د دوه اړخيزو اړيکو او نورو مهمو مسايلو په اړه به ژورې خبرې اترې وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا په ۲۰۲۲ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته چین ته د میلوني لومړی رسمي سفر بلل کېږي.
یاده دې وي چې میلوني له۲۰۰۶کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د ایټالیا د مرستیالانو د خونې د مرستیالې په توګه او له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د ځوانانو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې. او په ۲۰۱۲ کال کې، هغې د ایټالیا د وروڼو (FdI) ګوند تاسیس کړ چې له هغه وروسته په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشره شوه.
د ویلو وړ ده چې چین ته به د میلوني رسمي سفر د جولای میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې دوام وکړي.